Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ميدان وردګو کې څلورو لاريون کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته

ميدان ښار (پژواک ٦ کب ٩٠): په ميدان وردګو کې د لاريون کوونکو او شخصي امنيتي کمپنۍ د ساتونکو ترمنځ تاوتريخوالى رامنځ ته شوى او له امله يې يو لاريون کوونکى وژل شوى او درې ټپيان دي.

امريکايي ځواکونو پنځه ورځې مخکې د قران کريم څلور نسخې د پروان ولايت د بګرام په هوايي ډګر کې وسوځولې، چې دغه کار د خلکو غوسه راوپاروله او د لاريونونو لامل شوى دى.

د ميدان وردګو ولايت يوه  چارواکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه د نرخ ولسوالۍ اړوند د شهاب الدين د سيمې اړوند د کابل- کندهار پر لويه لاره رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وينا، د امنيتي کمپنۍ د ساتونکو له خوا پر لاريون کوونکو ډزې شوې، چې له امله يې يو وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

خو د نرخ ولسوال محمدحنيف حنيفي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې يواځې درې تنه لاريون کوونکي ټپيان دي.

د ده په خبره، لاريون کوونکو د امنيتي کمپنۍ پر ساتونکو د يادې سيمې اړوند د کابل-کندهار پر لويه لاره د کاڼو ګزارونه وکړل او ساتونکو د هغو په غبرګون کې ډزې پرې وکړې.

نن (د کب ٦مه) د پنځمې ورځې لپاره سلګونو تنو په کابل، نيمروز، سرپل، د ننګرهار په ښېوې، حصارک، ګوشتې او سره رود ولسواليو کې په لاريونونو لاس پورې کړى، اسلامي مقدساتو ته سپکاوى په کلکه غندي او د دغه کار د عاملينو د مجازاتو غوښتنه کوي.

دغه راز قران کريم ته د سپکاوي په غبرګون کې د لغمان په مرکز مهترلام کې لاريون په تاوتريخوالي واوښت او اتلس لاريون کوونکي په کې ټپيان شول.

په داسې حال کې، چې دولت د قرآن عظيم الشان د سوځولو پېښې د څېړنې لپاره يو پلاوى ټاکلى دى، د امريکا ولسمشر بارک اوباما ولسمشر کرزي ته د يوه ليک په ترڅ کې د بګرام په نظامي اډه کې قرآن کريم او نورو مذهبي کتابونو ته د سپکاوي له امله د افغانستان له حکومت او خلکو بښنه غوښتې ده.

اوباما ويلي دي، چې د بګرام پېښه قصدي نه وه او په دې اړه يې ولسمشر کرزي ته د څېړنو ډاډ ورکړى دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.