ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون کمېشنرۍ ته ٢٥ تنه کانديد شول

کابل ښار (پژواک ٧ کب ٩٠): د مدني ټولنو بنسټونو د افغانستان د بشر حقونو د څلورو کمېشنرانو د ګومارلو لپاره د ٢٥ کسانو نوملړ جمهوري رياست ته واستاوه او اندېښنه يې څرګنده کړې ده، چې مبادا د بشر حقونو سرغړوونکي پر دې څوکيو وګومارل شي.

د افغانستان د بشر حقونو کمېسيون ٩ غړي لري، چې د کمېسيون د مشر او د ولسمشر په منظورۍ د پنځو کلونو لپاره ګومارل کېږي.

د دې کمېسيون د يو شمېر غړو کاري موده پاى ته رسېدلې وه او ولسمشر کرزي د روان کال په مرغومي مياشت کې د درېيو کمېشنرانو (احمدنادر نادري، حکيم فهيم او مولوي غلام محمد غريب) کاري دوره د نورو پنځو کلونو لپاره ونه غځوله.

د افغانستان لس مدني ټولنې، چې د ((افغانستان د مدني ټولنو د چتر د بنسټونو)) تر نوم لاندې فعاليت کوي، په نننۍ (د کب ٧مه) خبري غونډه کې د څلورو کمېشنرانو د غوره کولو په خاطر، جمهوري رياست ته د ٢٥ کسانو نوملړ د لېږلو په اړه معلومات ورکړل.

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې او د مدني ټولنو د چتر د بنسټونو غړي اجمل بلوچ زاده وويل، چې هغوى دا نوملړ د لسو بنسټونو له غړو څخه غوره کړى او هغه يې پرون ولسمشرۍ ته استولى دى.

په دې نوملړ کې شاوخوا لس ښځې هم شاملې دي.

بلوچ زاده وويل، چې جمهوري رياست بايد څلور کمېشنران د ٩ کسيز کمېسيون په مشوره، چې د مدني ټولنو له خوا معرفي شوي دي، غوره کړي.

هغه زياته کړه، چې په دې کمېسيون کې د مدني ټولنې درې غړي، د دولتي لوړ پوړو چارواکو د ګومارلو له کمېسيون څخه دوه تنه، په ولسي جرګه کې د ښځو او د بشر حقونو د مدني ټولنې له کمېسيون څخه يو تن، د بشر حقونو له کمېسيون څخه يو تن، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو له څانګې او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د بشر حقونو له څانګې څخه يو يو تن د څارونکي په توګه پيشنهاد شوي دي.

بلوچ زاده زياته کړه، کوم کسان چې د بشر حقونو څوکيو ته ټاکل کېږي، بايد د بشر حقونو کاري مخينه او د انتقالي عدالت د بهير د پلي کولو توان ولري.

همدارنګه د افغانستان د مدني ټولنې د مجمعې (ACSFO)  اجرايوي مشر عزيز رفيعي په دې غونډه کې اندېښنه څرګنده کړه، چې مبادا سبا ورځ د بشر حقونو ماتوونکي د بشر حقونو خپلواک کمېسيون کې وګومارل شي.

نوموړي وويل: ((زموږ يوه لويه اندېښنه دا ده چې مبادا هغه اسناد او مدارک چې له تېرو درېيو لسيزو راپدېخوا د بشر حقونو د سرغړوونکو او د جګړې د قربانيانو په اړه په دې بنسټ کې شتون لري، د هغوى لاس ته ورشي او د خلکو د وژنې لامل شي.))

خو د ولسمشر وياند ايمل فيضي پژواک اژانس ته وويل، هېڅ اندېښنه نه شته چې د بشر حقونو سرغړوونکي دې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون د کمېشنرانو په توګه وټاکل شي، له دې کبله هغه ليس چې د مدني ټولنې له خوا وړاندې کېږي، ولسمشر له همدې نوملړ څخه کسان غوره کوي.

نوموړي زياته کړه، چې ولسمشر د هېواد نافذو قوانينو ته په پام سره د کمېشنرانو د ګومارلو حق لري؛ خو بيا هم غواړي چې دا پروسه رڼه او ډيموکراتيکه وي؛ نو له دې کبله  په دې برخه کې يې د مدني ټولنې له بنسټونو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

فيضي زياته کړه، چې ولسمشر کرزي د همدې روڼتيا او ډيموکراتيک بهير لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو له استازو دوه ځلي کتلي او له دې بنسټونو څخه يې د نوملړ د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې د بشر حقونو د څلورو کمېشنرانو د ټاکلو په خاطر، مخکې هم د ښځو د شبکې، د مدني ټولنو د بنسټونو جرګې، د بشر حقونو خپلواک کمېسيون له خوا لستونه او همدارنګه د دولت له لوري هم ولسمشرۍ ته يو نوملړ استول شوى و.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.