Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ميدان ښار ( پژواک ٧ کب ٩٠ ) : د ميدان وردګو ولايت له زندان څخه ۱۴ تنه بنديان خوشې او د ۴۰ تنو په بند کې کموالی  راغى.

ددې ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد د کب په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان د ولسمشر د ۱۰۷ مې ګڼې حکم په اساس، چې د اسلام دستر پيغمبر حضرت محمد ص د زوکړې د لمانځلو پرمهال صادر کړى و، خوشې شوي دي.

هغه زياته کړه ، چې له ياد شوي حکم څخه وروسته ددې ولايت د عدلي رياست ترمشرۍ لاندې  يو کمېسيون جوړ شوى او د بنديانو دوسيې يې وارزولې.

د نوموړي په وينا، نن په داسې حال کې، چې د ولايت مرستيال علي احمد خاشعي او ددې ولايت د يو شمر نورو عدلي او قضايي ادارو مسوولينو هم شتون درلود، له مرکزي زندان څخه ١٤ تنه بنديان خوشې او د٤٠ نورو بنديانو  د بند په موده کې کموالى راغى.

د ولايت مرستيال خاشعي خوشې شويو بنديانو ته د خبرو پرمهال وويل چې په
ټولنه کې ازاد ژوند د هر وګړي حق دی ، خو په دې شرط ، چې د نورو خلکو د ژوند پر وړاندې خنډ او يا هم عامه نظم ګډ وډ نه کړي.

هغه بنديانو ته په خطاب کې زياته کړه : (( دا چې تاسو د ژوند يو څه موده مو په بند کې تېره کړه او بېرته د ولسمشر د لورينې  پراساس خپلو کورنيو ته ستنېږئ، نو هيله ده چې سوله ييز ژوندغوره کړئ.))

د ميدانښار د زندان امر سمونمل عبداللطيف هيله څرګنده کړه ، چې په راتلونکي کې هم د ولسمشر د فرمانونو له مخې به نور بنديان هم خوشې شي.

هغه زياته کړه چې ددې ولايت په مرکزي زندان کې اوسمهال ۱۴۶ تنه بنديان
د بېلابېلو جرمونو په  تور  بنديان دي .

د همېشه ګل  په نامه يوه خوشې شوي بندي، چې د سيد اباد ولسوالۍ اوسېدونکى دى،  پژواک اژانس ته وويل چې دى مخالفينو سره د تړاو په تور نيول شوى و.

هغه له ولسمشر حامد کرزي او د ميدان وردګو ولايت له مسوولينو مننه وکړه، چې دده ترڅنګ نور بنديان يې هم خوشې کړل.

نوموړي  دغه راز زياته کړه چې د بند پر مهال په زندان کې ورسره ښه سلوک شوى او د بند له مودې يې عبرت اخيستى دى .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.