Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په جلال اباد ښار کې د برېښنا پايو د نصبولو چارې پيل شوې

جلال اباد (پژواک ٨ کب ٩٠): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د اووه ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت د برېښنا د پايو د نصبولو چارې د کب په ٨مه، پيل شوې.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د دې پروژې د پيلولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پروژه د ننګرهار ولايت د برېښنا رياست د عادي بودجې د شاوخوا ٧ ميليونه ډالرو په لګښت جوړېږي.

هغه زياته کړه، چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې يې په دې ولايت کې د برېښنا د غځولو چارې پيل کړې دي او ډېر ژر به د دې ښار ټول اوسېدونکي له برېښنا ګټه پورته کړي.

والي ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به بهسودو ولسوالۍ ته هم د پايو د نصبولو چارې پيل کړي.

د ننګرهار د برېښنا رييس محب الرحمن مومند پژواک ته وويل، چې دغه پروژه به په درېيو مياشتو کې بشپړه شي.

د هغه په وينا، په لومړيو مراحلو کې د نغلو له بند څخه د ننګرهار سب سټېشن ته ١٢ مېګاواټ برېښنا راځي.

نوموړى وايي چې د جلال اباد په ښار کې ٦٥زره کورنۍ ژوند کوي او هره کورنۍ د ورځې  يو واټ برېښنا ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه چې د يادې برېښنا په راتګ سره به د جلال اباد ښار استوګنو او په ځانګړي ډول د محصلينو ستونزې هوارې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو راهيسې د نغلو له بند څخه ننګرهار ته د برېښنا د رالېږدولو چارې پيل شوې دي؛ خو تر اوسه پورې دغه چارې لا نه دي بشپړې شوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.