ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هېواد کې د ژورناليستانو وضعيت د اندېښنې وړ وبلل شو

کابل (پژواک ٨ کب ٩٠): د ژورناليستانو او مدني ټولنو بنسټونو د خبريالانو د وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره په پکتيکا کې د يوه ژورناليست وژنه وغندله او عاملينو ته يې د محکمې غوښتنه وکړه.

د (مېلمه غږ) خصوصي راډيو مسوول صمدخان بهادرزى د روان کال د کب په دويمه شپه، د پکتيکا ولايت په اورګون ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو له لوري له کور څخه راوېستل شوى او وروسته يې سر پرې شوى مړى ترلاسه شو.

د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) د افغانستان د ژورناليستانو ملي ټولنې او د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع، نن (د کب ٨مه) د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د ياد ژورناليست سر پرې کول غندلي او له دولت څخه يې غوښتي، چې عاملين يې تر پېژندنې وروسته محکمې ته راوکاږي.

د (نى) مسوول صديق الله توحيدي د بهادرزي وژنه وغندله او په هېواد کې په ځانګړه توګه  د جګړې په سيمو کې د خبريالانو د ځاني او کاري مصوونيت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي د (مېلمه غږ) راډيو مسوول وژنه غير اسلامي او غير انساني کارو باله او ويې ويل، کوم معلومات چې د هغوى لاس ته ورغلي، بهادرزي له هېچا او هېڅ ډلې سره  شخصي تربګنې نه درلوده.

توحيدي له امنيتي، عدلي او قضايي مقاماتو څخه وغوښتل، څو په جدي توګه موضوع وڅېړي او عاملان يې تر پېژندنې وروسته د قانون منګولو ته وسپاري.

د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع (مجما) اجرايوي مشر عزيز رفيعي هم د دې ژورناليست وژنه وحشيانه وبلله او ويې ويل: ((دې پېښې د رسنيو ترمنځ زياتې اندېښنې او د خبريالانو تر منځ وحشت راټوکولى دى.))

نوموړى سره له دې چې وايي تر اوسه هېڅ يوې مرجع په جدي ډول د خبريالانو د وژنې دوسيې تعقيب کړي نه دي، له حکومت او د پکتيکا له سيمه ييزو مسوولينو څخه يې وغوښتل، چې موضوع وڅېړي او عاملين يې ونيسي.

د افغانستان د ژورناليستانو د ملي اتحاديې غړي فهيم دشتي، له افغان چارواکو څخه وغوښتل چې په کابل يا پکتيکا کې دې يو واټ د بهادرزي په نوم ونوموي.

له ازادو رسنيو څخه د ملاتړ ادارې (نى) د معلوماتو له مخې، په ٢٠١١ کال کې په هېواد کې درې خبريالان وژل شوي او له خبريالانو سره د تاوتريخوالي ٨٠ پېښې ترسره شوې دي، چې د ټپي کېدلو، وهلو، نيولو، ګواښلو او سپکاوي پېښې په کې شاملې دي.

په دې خبري ناسته کې د امريکايي پوځيانو له لوري په بګرام کې قران کريم ته سپکاوى هم په کلکه وغندل شو او ټينګار وشو، چې دا عمل نه يواځې کړکېچ او بحران راولاړوي، بلکې د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ د همکارۍ ليدلورى هم له ننګونو سره مخ کوي.

د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع اجرايوي مشر وويل: ((له شک پرته قران کريم او ديني کتابونو ته سپکاوى، يو نه بښونکى او افراطى عمل دى، چې د مقابل لوري د ترهګرۍ د ځواکمنتيا لامل به شي.))

نوموړي، لاريون د خلکو حق وګاڼه، له هغوى څخه يې غوښتنه وکړه، چې د لاريونونو پرمهال دې له تاوتريخوالي او د عامه شتمنيو له ويجاړولو څخه ځان وساتي.

امريکايي پوځيانو تېره اونۍ د پروان ولايت په بګرام پوځي اډه کې د قران کريم څلور نسخې وسوځولې، چې دې کار د خلکو احساسات راوپارول او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د لاريونونو لامل شو.

د قران کريم د سوځولو په غبرګون کې په تېرو شپږو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د لاريونو له امله د دوو امريکايي سرتېرو په ګډون څخه باندې ٣٠ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او لږ تر لږه ٢٧٠ تنه نور ژوبل شول.

د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع اجرايوي مشر له حکومت څخه غوښتل، څو دا موضوع له رسمي لارې وڅېړل شي او ډاډ دې حاصل کړي، چې داسې کړنه تکرار نه شي.

نوموړي يادونه وکړه، چې نړيواله ټولنه دې هم ژمنه وکړي، چې د پېښې عاملين وپېژني او باصلاحيته محکمې ته دې وسپاري او نړيواله ټولنه بايد په دې پوه شي، چې د داسې کړنې تکرار به د ولسي پاڅون لامل شي.

Views: 163

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.