کابل (پژواک ١٣ کب٩٠ ): د هېواد په بازارونو کې د جعلي افغانيو د مخنيوي او د نوټونو د کيفيت د لوړوالي په موخه به په نويو چاپېدونکيو بانک نوټونو کې ځانګړنې په پام کې ونيول شي .
دغه څرګندونې د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري د کب په ١٣ مه ، په کابل کې خبريالانو ته وکړې.
د افغانستان بانک د روان کال د تلې په مياشتې کې خبر ورکړى و، چې د هېواد بازارونو ته د زر او پنځه سوه افغانيو جعلي نوټونه راوتلي دي، خو وروسته ځينو صرافانو ويلي و، چې د سلو او پنځوسو افغانيو په نوټونو کې هم جعلي نوټونه راوتلي دي .
خو دلاوري په نننۍ خبري ناسته کې وويل چې په نويو بانک نوټونو کې داسې ځانګړنې په پام کې نيول کيږي، چې نور به څوک په اسانۍ ونه شي کولا افغاني بانک نوټونه جعلي جوړ کړي .
دغه راز دى وايي، چې د يادو ځانګړنو له مخې به خلک په اسانۍ جعلي او اصلي نوټونه وپېژني.
هغه پژواک ته وويل : (( په نوټونو کې نوې ځانګړنې په دې مانا نه دي ، چې د پيسو اوسنۍ بڼه بدله شي ، هغه يوشمېر تخنيکي ځانګړنې دي ، چې د نوټونوکيفيت او مصوونيت لپاره په پام کې نيول کېږي .))
دى وايي، ټاکل شوې ده ، چې نوي بانک نوټونه يوه انګليسي کمپنۍ چاپ کړي.
د افغانستان بانک مشر څه موده مخکې پژواک خبري اژانس ته ويلي و، په پام کې لري چې د روان کال تر پايه د سل ميليارده افغانيو په ارزښت نوي بانک نوټونه چاپ کړي.
د سرچينې د څرګندونوله مخې، په دې نوټونو کې د ٢٠ ، ٥٠ ، ١٠٠ ، ٥٠٠ او زرو افغانيو نوټونه شامل دي .
دلاوري د يادو ١٠٠ ميليارده نويو چاپېدونکيو بانک نوټونو د بشپړ لګښت په اړه څه نه و ويلي، خو زياته کړې يې وه ، چې په معمول ډول د هر بانک نوټ په چاپ باندې درې نيم تر ٤ سنټه لګښت راځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP