اسعد اباد (پژواک ١٤ کب ٩٠): د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د اسعداباد- جلال اباد پر لويه لاره له يوه وسله وال بريد څخه روغ ووت.
وحيدي د کب په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د نورګل ولسوالۍ د پتنګ په سيمه کې له غرمې وروسته په شاوخوا درېيو بجو له نږدې غره څخه وسله والو مخالفينو د ده د موټرو پر کاروان بريد وکړ.
هغه وويل، د ده ساتونکي له بريد کوونکو سره په جګړه کې ښکېل شول، چې په پايله کې يې بريد کوونکي تېښتې ته اړ شول.
د کونړ والي وويل، چې په دې بريد کې ده او ساتونکو ته يې هېڅ زيان نه دى اوښتى.
وحيدى وويل، د دولت وسله والو مخالفينو پر ده بريد کړى دی؛ خو هغه په ځانګړې توګه د کومې وسله والې ډلې نوم وانخست.
د يادونې وړ ده چې د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي، له دې وړاندې هم څو ځله له ورته وسله والو بريدونو سره مخ شوى دی؛ خو نوموړى ترې روغ وتلى دى.
د کونړ پر والي د وسله وال بريد مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن