غزني ښار (پژواک ١٥ کب ٩٠): ساختماني انجنيرۍ او تخنيکي څېړنو ښودلې، چې د غزني د ملکي روغتون ودانۍ د نړېدو له ګواښ سره مخ ده او ډېر ژر دې خالي شي.
د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکتر بازمحمد همت پژواک اژانس ته وويل، چې د کابل او په غزني کې د ولايت له لوري د ټاکل شوي تخنيکي پلاوي څېړنو د روغتون د ودانۍ حالت خراب ښودلى دى.
د هغه په وينا، دغه ودانۍ ٦٣ کاله مخکې له خامو خښتو جوړه شوې او چت يې په لرګيو پوښل شوى دى.
نوموړى وايي، چې د ملکي روغتون ودانۍ ته څېرمه شاوخوا څو سفټيک څاګانې هم شته، چې له امله يې د روغتون ودانۍ زيانمنه شوې ده.
د ملکي روغتون رييس زياتوي: ((موږ ته د ټاکل شوي پلاوي له خوا وويل شول، چې ژر تر ژره بايد د روغتون لپاره په ښار کې بله کرايي ودانۍ پيدا کړو او زړه ودانۍ پرېږدو.))
د نوموړي په خبره، غزني په بېړني ډول يوه ستر او عصري روغتون ته اړتيا لري، چې اوسنى روغتون يې هېڅ روغتيايي اړتياوې نه شي پوره کولاى.
د غزني لپاره دوه کاله مخکې د يوه نوي ٢٠٠ بستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې وروسته يې د ناڅرګندو عواملو له کبله کار وځنډېد او ودانۍ نيمګړې پاتې شوه.
د غزني د عامې روغتيا رييسه ډاکتر ضياګل اسفنديي هم دا مني، چې ملکي روغتون په بد حالت کې دى او پر دې ستونزه د عامې روغتيا وزارت خبر دى.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د غزني د روغتون غم دې ژر وخوړل شي، ځکه په دغه روغتون کې له غزني پرته د دريو نورو ګاونډو ولايتونو زابل، پکتيکا او ميدان وردګو د ناروغانو درملنه هم کېږي.
د غزني د ولايتي شورا رييس قاضي صاحب شاه هم د ملکي روغتون حالت د اندېښنې وړ بولي او زياتوي، چې که يې غم ونه خوړل شي د يوې بدې پېښې د رامنځته کېدو وېره شته.
نوموړى وايي، چې د روغتون ودانۍ زړه شوې او له کاره لوېدلې، نو په بېړني ډول دې د نوې ودانۍ کار پيل شي.
د ده په وينا، چې د غزني شاوخوا يو نيم ميليون خلکو يواځې همدغه يوه روغتون ته تمه درلوده.
د عامې روغتيا رياست د چارواکو په وينا، د غزني اوسني ملکي روغتون ته د ورځې په منځني ډول شاوخوا تر زرو ناروغانو مراجعه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP