کابل (پژواک ١٧ کب ٩٠): نړيوالو ٢٣ شرکتونو په افغانستان کې د سرو زرو او مسو د څلورو کانونو د اکتشاف او استخراج په برخه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.
د کانونو وزارت وياند محمد جواد عمر د کب په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په يادو کانونو کې د غزني د زرکشان او د بدخشان د سرو زرو، د سرپل د بلخاب او هرات د شيدا د مسو کانونه شامل دي.
د عمر د معلوماتو له مخې، د بدخشان د سرو زرو کان زر کيلومتره مربع، د غزني د زرکشانو د سرو زرو کان ٤٨٤ کيلومتره مربع، د هرات د شيدا د مسو کان ٢٥٠ کيلومتره مربع او د سرپل د بلخاب د مسو کان ٤٥٧ کيلومتره مربع مساحت لري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د غزني د زرکشان په کان کې د ٧٥٠٠ کيلو ګرامه سرو زرو اټکل شوى او لومړنيو څېړنو ښودلې، چې د سرپل د بلخاب کان په لوګر کې د عينک د مسو له کان څخه لوى دى.
د عينک د مسو په کان کې چې په نړۍ کې د مسو له لويو کانونو څخه دى، ١٢ ميليونه ټنه مس اټکل شوي دي.
خو ده د بدخشان د سرو زرو او د هرات د شيدا د مسو د کانونو په اړه نور معلومات ورنه کړل.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني شاوخوا درې مياشتې مخکې د يادو کانونو په اړه د انګلستان په پلازمېنې لندن کې ګڼ شمېر نړيوالو پانګه والو ته معلومات ورکړي و.
د عمر په وينا، وروسته له هغه د کانونو وزارت د خپلې وېبپاڼې له لارې د يادو څلورو کانونو په برخه کې د پانګه والو د لېوالتيا په اړه، د اسنادو ترلاسه کولو په موخه ځانګړې نېټه اعلان کړه.
هغه وويل چې دغه نېټه به د روانې مياشتې په ١٩مه، پاى ته ورسېږي.
د ده په وينا، تر اوسه د بېلابېلو هېوادونو ٢٣ شرکتونو په دې برخه کې لېوالتيا ښودلې او ښايي چې تر يادې نېټې دغه شمېره لوړه شي.
هغه د يادو شرکتونو د پېژندګلوۍ په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل چې له يادو شرکتونو څخه به تر ټولو غوره شرکت په يادو کانونو کې د پانګونې لپاره غوره شي او د روان زېږديز کال تر پايه به د يادو کانونو د اکتشاف او استخراج تړونونه لاسليک شي.
د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، د امريکا د سروې او جيولوژۍ ادارې له خوا ترسره شوې څېړنې ښيي، چې د افغانستان په ٣٠ سلنه خاوره کې د درې تريليونه امريکايي ډالرو په ارزښت څلور سوه کانونه او کاني ظواهر پېژندل شوي دي.
د راپور له مخې، په دغو کانونو کې د اوسپنې، مسو، د ډبرو سکرو، سرو زرو، نفتو، ليتيوم او قېمتي او نيمه قېمتي ډبرو کانونه شامل دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې يواځې د سرو زرو، ډبرو سکرو، مرمر ډبرو او د نورو ودانيزو توکو د کوچنيو کانونو استخراج شتون لري.
خو د لوګر د مس عينک، د افغان تاجيک د نفتي حوزې، د بغلان د قره زغن د سرو زرو او په تخار کې د نورابه او سمتي د سرو زرو کانونو د اکتشاف او استخراج تړونونه شوي او لومړني کارونه يې روان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP