Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ننګرهار کې د ناقانونه وسلو ټولول د امنيت لپاره اغېزمن وبلل شول

جلال اباد (پژواک ١٧ کب ٩٠): په ننګرهار کې د چارو يو شمېر څارونکي، ناقانونه وسلې د ناامنيو ستر لامل ګڼي او د دې پر ضد پيل شوى کمپاين د امنيت په ټينګښت کې اغېزمن ګام بولي.

په دې وروستيو کې د ننګرهار اوسېدونکي، سوداګر او د مدني ټولنو غړي له ناامنيو، انسان تښتونو او د غير قانوني وسله والو ډلو له شتون څخه شکايت کاوه، چې په غبرګون يې له کابل څخه يو لوړ پوړى امنيتي پلاوى دې ولايت ته سفر کړى او يو شمېر پرېکړې يې هم کړې دي.

د دې پرېکړو له مخې، د زرګونو وسلو اسناد لغوه اعلان شوي، د غير قانوني موټرو او وسلو د راټولولو کمپاين سر له نن څخه پيل شوۍ دۍ.

په دې ولايت کې د چارو يو شمېر څارونکي د دې اقداماتو ستاينه کوي؛ خو زياتوي چې دا کار بايد لنډ مهال نه، بلکې په دوامداره توګه ترسره شي.

د ننګرهار پوهنتون استاد او د افغانستان د مدني ټولنو حقوقي سلاکار استاد منګل شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، دولت دنده لري چې د خلکو د عزت او ناموس ساتنه وکړي.

هغه زياته کړه، چې ناقانونه وسله لرونکي او زورواکي په حکومت کې بل حکومت لري او په واټونو د تېريدو پرمهال د خلکو سپکاوی کوي، تر دې چې څوک خپلو موټرو ته نږدې هم نه پرېږدي.

استاد شېرزاد وويل: ((ښه شوه چې لس کاله وروسته حکومت زورواکو ته پام وکړ، د ناامنۍ ستر لامل همدغه خپلسري وسله وال دي.))

شېرزاد وويل، که د کورنيو چارو وزارت په خپل دغه ګام ولاړ پاتې شي او مصلحتونو ته شا کړي، د ختيځې سيمې پر امنيت فوق العاده ښه اغېزه لري.

د ختيځې سيمې د  ليکوالو او ژورناليستانو د ټولنې مشر لال پاچا ازمون، د وسلو ټولولو پروسې د تاييد ترڅنګ له دولته غوښتنه وکړه، چې د يوه ولايت پوليس دې بل ولايت ته له وسلې سره نه پرېږدي.

ازمون وويل، چې د ناامنۍ ستر لامل د قانون پر وړاندې سيمه ييزې جرګې دي.

نوموړي زياته کړه: ((يو زورواکى چې د چا پر کور ورخېژي، پرته له دې چې قانون جزا ورکړي، قومي مشران يې جرګه کوي.))

لال پاچا ازمون وويل، دولت دې هر ولايت ته د وسلې داسې کارتونه ورکړي، چې له مخې يې وسله لېږدوونکى بل ولايت ته له ځان سره د وسلو وړلو حق ونه لري.

په ننګرهار ولايت کې د مدافع وکيلانو د ټولنې مرستيال هجرت الله اختيار پژواک ته وويل، چې دولت لس کاله وروسته د ولس په زړه برابر ګام پورته کړ.

نوموړى وېره څرګنده کړه، چې که حکومت خپل دغه کار ته ژمن پاتې نه شي، ښايي ترڅو اونيو دغه کار سمبوليکه بڼه ولري.

اختيار وويل، دولت دومره پياوړى دى چې زورواکي ورسره د مقابلې توان نه لري؛ بايد ټول له زوره وغورځوي او بې وسلې يې کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.