ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانې ښځې د پرمختګونو په خوا کې له ننګونو سره هم مخ دي

افغانې ښځې د پرمختګونو په خوا کې له ننګونو سره هم مخ دي

author avatar
8 Mar 2012 - 17:35
افغانې ښځې د پرمختګونو په خوا کې له ننګونو سره هم مخ دي
author avatar
8 Mar 2012 - 17:35

کابل ښار (پژواک ١٨ کب ٩٠): په کابل کې د بريتانيا، کاناډا او امريکا سفارتونو د مارچ د اتمې په مناسبت د افغانستان ښځو ته مبارکي ويلې او وايي، چې افغانې ښځې په بېلابېلو برخو کې د ګڼو پرمختګونو په خوا کې له مهمو ننګونو سره هم مخ دي.

نن (د کب ١٨مه) د مارچ اتمه نېټه د ښځو له نړيوالې ورځې سره سمون خوري، چې دغه ورځ د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

په هغې خبرپاڼه کې د بريتانيا د سفارت له خوا پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ده، راغلي چې اوسمهال افغانې ښځې د مدني ټولنې په نهادونو کې فعاليت لري او د هغوى د پوهې او اقتصادي ودې کچه لوړه شوې او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه هم شوي دي.

سرچينې د هېواد په کچه سياست کې د ښځو ونډه، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له منځه تلل، ښوونې او روزنې ته د ښځو يو شان لاسرسى د پام پرمختګونو له جملې نه وبلل او زياته کړې يې ده، چې ښځې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د دولت او پارلمان په پرېکړه کولو کې ښه پرمختګونه کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ښځو د ښوونې او روزنې پرمختګ، د مدني ټولنې په نهادونو کې فعاليت او په کابينه کې د ښځو شتون، چې لس کاله مخکې يې په افغانستان کې امکان نه وو، ډېره مهمه ونډه لرلې ده.

خو په خبرپاڼه کې راغلي دي، له دې ټولو لاسته راوړنو سره سره، اوس هم مهمې ننګونې پاتې دي، چې په کار ده د له منځه وړلو لپاره يې زياتې هلې ځلې وشي.

خبرپاڼې زياته کړې ده، چې د ښځو په نړيواله ورځ د بريتانيا دولت لپاره د تمرکز ټکى سږکال “د اقتصادي ودې لپاره د ښځو مرسته” ده، چې دا موضوع په ځانګړې توګه له افغانستان سره اړيکه لري.

د سرچينې په وينا، د بريتانيا دولت په ټول افغانستان کې د فعاليتونو له لارې د ښځو له حقونو څخه ملاتړ ته ژمنه ده، ښايي د ا ملاتړ د افغان پوليسو د روزنې په برخه او يا په ټاکنو او ديموکراسى کې د ښځو د ونډې له لارې وي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې موخې د ترسره کولو لپاره د نجونو لپاره ښوونې او روزنې ته لاسرسى ډېر ارزښت لري، څو هغوى په سوداګرو، سياستمدارو او اقتصادي برخه والو ښځو بدلې شي.

همدارنګه د کاناډا سفارت په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ښځو نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې پرمختګونه، د روانو ستونزو انعکاس او د ښځو د ژوند د هر اړخيزې پراختيا پر لور ګامونه ګڼل کېږي.

په کابل کې د کاناډا سفارت شارژدافير شيلي وايتنګ ويلي دي: “د دې ځانګړې موقع په نمانځلو سره کاناډا يو ځل بيا د افغانو ښځو او نجونو ژوند د ښه کولو پر لاره کې پر خپلو ژمنو ټينګار کوي.”

خبرپاڼې زياته کړې ده، چې کاناډا د ښځو او نجونو اړتياوې د يو لړ پراخو پروژو له لارې چې پر روغتيا، ښوونې او روزنې او بشري حقونو تمرکز لري، هواروي.

مېرمن شيلي زياته کړې ده: “د کاناډا سفارت د قانون د عملي کولو لپاره د افغانو ښځو او نجونو لپاره د بشري حقونو غښتلتيا، ساتنې او پرمختګ ته دوام ورکوي او موږ د افغانو ښځو او هغو سازمانونو ملاتړ ته دوام ورکوو، چې د افغانو ښځو او نجونو په ژوند کې د مثبتو بدلونونو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.”

سرچينې زياته کړې، چې د يادې اونۍ په لومړيو کې د کاناډا سفارت د يوې نندارې (Memory Boxes) کوربه و، چې د يوې ډلې افغان مېرمنو شخصي خاطرات يې نندارې ته وړاندې کړل.

همدارنګه د امريکا سفارت په خبرپاڼه کې د مارچ د اتمې ورځې رارسېدل، ټولو افغان مېرمنو ته مبارکي ويل شوې او په هغه کې راغلي، چې افغان مېرمنو په تېرو لسو کلونو کې د پام وړ پرمختګونه په ځانګړې توګه د جندر (د کار له پلوه د ښځو او سړيو مساوي توب) په برخه کې لرلي دي.

سرچينې په افغانستان کې د امريکا سفير راين کراکر له قوله ويلي، چې په ياده موده کې افغان مېرمنو د تعليم او اقتصادي پياوړتيا په برخه کې ښه او د پام وړ فرصتونه لرلي دي.

همدارنګه امريکايي سرتېرې فليسا دايرود Felisa Dyrud  چې په کابل کې د ايساف ځواکونو په قوماندانۍ کې دنده ترسره کوي، په تېرو لسو کلونو کې د افغان مېرمنو لاسته راوړنې د پام وړ بولي؛ خو ويې ويل، چې اوس هم افغان مېرمنې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره لا ډېرې مبارزې ته اړتيا لري.

دا امريکايي مېرمن چې افغان ملګري يې ورته فرزانه وايي، پژواک سره په خبرو کې وويل، چې د افغان مېرمنو يووالى کولاى شي د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لامل شي.

هغې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په اړه د رسنيو او د ښځو له حقونو څخه د دفاعي نهادونو رول مهم وباله او زياته يې کړه، چې د افغان مېرمنو فعاليت د ژوند په بېلابېلو برخو کې هغې ته هم اميد ورکړ، څو خپل ژوند ته هيله منده شي.

د ايساف يادې سرتېرې وويل: ((افغان مېرمنې له اجتماعي او اقتصادي ستونزو سره سره، ډېرې پياوړې او خپل راتلونکې ته هيله مندې دي.))

مېرمن دايرود چې له دوو کالو راهيسې په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې فعاليت لري، زياته کړه چې غوښتل يې څو د ښځې نړيواله ورځ له خپلې کورنۍ سره ونمانځي؛ خو پوځي ماموريت په افغانستان کې له هغه څخه مهم دى، ځکه چې هغه له دې لارې کولاى شي د خپلو ملګرو په مرسته افغاني مېرمنو سره مرسته وکړي.

هغه سره له دې چې د انګليسي د ادبياتو په څانګه کې د کليفورنيا په هوايي اکاډمۍ کې تخصص لري، خو په دري ژبه هم خبرې کولاى شي، ويې ويل، چې تصميم لري، څو له دې وروسته د فارسي ادبيات هم زده کړي.

په ١٩١٠زېږديز کال کې المانۍ مېرمنې او د ښځو د نړيوال سازمان منشي کلارازکتين، د ډنمارک د کوپنهاګن کنفرانس د ښځو په نړيواله کنګره کې د مارچ اتمه د ښځو د نړيوالې ورځې په نوم وړانديز کړه او له ١٩١١زېږديز کال څخه راپدېخوا رسماً دا ورځ د ښځو د نړيوالې ورځې په نوم په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.