Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ميدان وردګو کې د کرنې پوهنځى پرانيستل کېږي

ميدان ښار (پژواک ٢٤ کب ٩٠): د لوړو زده کړو وزير وايي چې په ميدان وردګو کې به په راتلونکي لمريز کال کې د پوهنتون پيل د کرنې د پوهنځي له پرانيستې سره وکړي.

 د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عبيدالله عبيد، نن (د کب ٢٤مه) په ميدان وردګو ته د تګ پر مهال د ميدان وردګو له والي محمد حليم فدايي او د ميدان وردګو د ولايتي شورا له غړو سره د ليدنې پر مهال ژمنه وکړه، چې د ١٣٩١ لمريز کال په ترڅ کې به په دې ولايت کې د پوهنتون پيل د کرنې پوهنځي له پرانيستو سره وکړي.

 د هغه په وينا، د ياد پوهنځي له پرانيستو سره به ګام په ګام په ميدان وردګو کې نور پوهنځي هم پرانېزي او د يو بشپړ پوهنتون لپاره به خپلو هڅه ته ادامه ورکړي.

 نوموړي وويل، چې په لومړيو کې به د کرنې پوهنځي ته د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استادان د حق الزحمې په ورکولو سره ورځي او محصلينو ته به درس ورکوي.

 د ميدان وردګو والي وويل، چې په دې ولايت کې يې د پوهنتون جوړول يواځينۍ هيله ده او ژمنه يې وکړه، چې د دغه پوهنتون د ودانۍ لپاره به پرله پسې هڅه وکړي.

 د هغه په وينا، د پوهنتون په جوړېدو سره به په دې ولايت کې امنيتي حالت هم مخ په ښه کېدو شي او هغه شمېر د ښوونځيو زده کوونکي، چې نه شي کولاى په کابل کې خپلې لوړې زده کړې پرمخ بوځي، ښه زمينه برابره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.