چاريکار (پژواک ۲۵ کب ٩٠): د سالنګ لويه لار، چې په شمالي او سوېلي سالنګ کې د واورو او سختو توپانونو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه، تېره شپه ناوخته د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې د مسؤولينو په وينا، د تېرو پنځو ورځو په ترڅ کې په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د واروې د ښويېدو له امله څلور تنه مړه شوي دي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رييس جنرال رجب د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په سالنګونو کې توپان او د واورې ورښت پاى ته رسېدلى او دوى د پنځو ورځو له پر له پسې هڅو وروسته وکولاى شول دغه لاره د مسافر وړونکو موټرو لپاره له دواړو خواوو خلاصه کړي.
دغه لاره، چې مرکز له نهو شمالي او شمال ختيځو ولايتونو سره نښلوي، د کب په ٢١مه په جنوبي او شمالي سالنګ کې د توپان او واورې له امله بنده شوې وه، خو تېره شپه ناوخته د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه.
د رجب په وينا، هغه لسګونو مسافر وړونکو موټرو ته، چې د لويې لارې په دواړو اړخونو کې د مسافرينو د خونديتوب په موخه درول شوي وو، د تګ اجازه ورکړل شوه.
سرچينې څرګنده کړه، چې د لويې لارې د پاکولو د کار په ترڅ کې ٢٥ برفکوچونه د دوى د کارکوونکو له خوا پاک کړل شوي او د دغو واورې ښويېدنو په ترڅ کې څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
رجب زياته کړه، چې د واورې ښويېدنې د پاکولو په ترڅ کې نهه نقليه وسيلې هم له واورو څخه را اېستل شوې او اوس هم څو موټر د تخنيکي عوارضو له کبله، تر واورو لاندې دي.
هغه وويل، چې د قبرکلينر په سيمه کې د واورې ښويېدنې امکان اوس هم شته، خو دوى، په شمال کې د ګل سرخ مېلې د رانږدې کېدو او د ګڼې ګوڼې له امله په پام کې لري، د ايساف او ملي اردو ځواکونو په مرسته مصنوعي فرفکوچ رامنځته کړي، څو خلکو ته د هغه له خطره د خونديتوب په اړه معلومات ورکړي.
په همدې ترڅ کې د پروان ولايت د ترافيکو امر محمديونس پرديسي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لسګونه بار وړونکي موټر اوس هم د جبل السراج ولسوالۍ د تاجيکانو په سيمه کې درول شوي دي.
د هغه په وينا، له تېرې نيمې شپې څخه وروسته ټولو مسافر وړونکو موټرو ته د تګ اجازه ورکړل شوه او ډېر ژر به بار وړونکو موټرو ته هم اجازه ورکړل شي.
د ژمي په موسم کې تل په سالنګونو کې د توپان او واورې ښويېدنو له امله ستونزې پيدا کېږي، چې کله ناکله د ځانې تلفاتو سبب هم کېږي.
د ١٣٨٨ کال د سلواغې په مياشت کې هم د سوېلي سالنګ په سيمه کې د سختو توپانونو او واورو ښويېدنو له امله ١٧٠ تنه مړه او ١٢٥نور ټپيان شول.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن