ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

‫ملي اردو په لومړي ځل توپچي تمرينات ترسره کړل

‫ملي اردو په لومړي ځل توپچي تمرينات ترسره کړل

author avatar
15 Mar 2012 - 15:00
‫ملي اردو په لومړي ځل توپچي تمرينات ترسره کړل
author avatar
15 Mar 2012 - 15:00

ښرنه (پژواک ٢٥ کب ٩٠): د ملي دفاع وزارت د توپچي قطعې په لومړي ځل په پکتيکا ولايت کې عملي تمرينونه ترسره کړل.

د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د دويمې لوا د څلورم کنډک اړوند د توپچي قطعې په لومړي ځل انداخت او عملي تمرينونه ترسره کړل.

 د ۲۰۳ تندر قول اردو د دويمې لوا قوماندان بريد جنرال زمري د کب پر ٢٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې د يوې ورځې په دغو عملي تمرينونو کې ياده قطعه په اتو توپخانو مجهزه وه او ۱۳۷ مرمۍ فير کړې.

 د هغه په وينا، دغه قطعه به د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې ځای پرځای شي، چې د سرحدي سيمو څارنه او ساتنه به کوي.

 نوموړي وويل، چې تر دې وړاندې دوی په ټول هېواد کې د توپچي قطعه نه درلوده او اوس به د دې قطعې په جوړېدو او له بريالي تمرينونو وروسته وکړاى شي، چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته هم په پکتيکا کې د وسلوالو او سرحدي سيمو دفاع وکړي.

 ‫د يادې قطعې قوماندان تورن داوود شاهان هم پژواک اژانس ته وويل، چې دوی دغه تمرينات په پوره برياليتوب ترسره کړي دي او خپل راتلونکي ته هيله من شوي دي.

 ‫‫د هغه په وينا، دوی څلور (ډي ۳۰)  ډوله توپونه لري، چې په ښه ډول سره يې کارولای او اهداف په نښه کولای شي‫.

‫ د يادونې ده، چې د ملي دفاع وزارت تر اوسه پورې د ثقيله وسلو قطعې نه درلودې او دغه لومړى ځل دى، چى دوى د توپچي قطعه په رسمي ډول اعلانوي او عملي تمرينات يې کوي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.