ښرنه (پژواک ٢٥ کب ٩٠): د ملي دفاع وزارت د توپچي قطعې په لومړي ځل په پکتيکا ولايت کې عملي تمرينونه ترسره کړل.
د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د دويمې لوا د څلورم کنډک اړوند د توپچي قطعې په لومړي ځل انداخت او عملي تمرينونه ترسره کړل.
د ۲۰۳ تندر قول اردو د دويمې لوا قوماندان بريد جنرال زمري د کب پر ٢٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې د يوې ورځې په دغو عملي تمرينونو کې ياده قطعه په اتو توپخانو مجهزه وه او ۱۳۷ مرمۍ فير کړې.
د هغه په وينا، دغه قطعه به د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې ځای پرځای شي، چې د سرحدي سيمو څارنه او ساتنه به کوي.
نوموړي وويل، چې تر دې وړاندې دوی په ټول هېواد کې د توپچي قطعه نه درلوده او اوس به د دې قطعې په جوړېدو او له بريالي تمرينونو وروسته وکړاى شي، چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته هم په پکتيکا کې د وسلوالو او سرحدي سيمو دفاع وکړي.
د يادې قطعې قوماندان تورن داوود شاهان هم پژواک اژانس ته وويل، چې دوی دغه تمرينات په پوره برياليتوب ترسره کړي دي او خپل راتلونکي ته هيله من شوي دي.
د هغه په وينا، دوی څلور (ډي ۳۰) ډوله توپونه لري، چې په ښه ډول سره يې کارولای او اهداف په نښه کولای شي.
د يادونې ده، چې د ملي دفاع وزارت تر اوسه پورې د ثقيله وسلو قطعې نه درلودې او دغه لومړى ځل دى، چى دوى د توپچي قطعه په رسمي ډول اعلانوي او عملي تمرينات يې کوي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن