Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې د فوټبال غوره ‌لیګ سیالۍ پیل شوې

ترینکوټ (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۳): اروزګان ولایت کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره‌ لیګ سیالۍ پیل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د اروزګان د فوټبال فدراسیون مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې نن د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل کړې چې د لیګ په بڼه به ترسره شي او یوه میاشت به دوام وکړي.

د یاد فدراسیون مشر میرزامحمد امیرزي وویل: «د دې سیالیو لومړی مقام ترلاسه کېدونکې  لوبډله به د ۲۰۲۴ کال اتله لوبډله اعلانېږي او د ولایت په استازولۍ به د هېواد په کچه سیالیو کې برخه اخلي.»

ورته مهال، په دې سیالیو کې برخه اخیستونکي لوبغاړي خوشحاله دي او غوښتنه کوي چې د دې ډول سیالیو ترسره کول دې ډېر شي.

د میوند لوبډلې یوه لوبغاړي عصمت‌الله وویل: «هیله لرم چې یادې سیالۍ وګټو او د هېواد په کچه د اروزګان استازولي را په برخه شي.»

دا لوبې د ترینکوټ ښار د فوټبال په مرکزي لوبغالي کې ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.