Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند کې د افغانستان کنسولګرۍ افغانانو ته د پاسپورټونو وېش پیل کړ

هند کې د افغانستان کنسولګرۍ افغانانو ته د پاسپورټونو وېش پیل کړ

author avatar
11 Nov 2024 - 12:15
هند کې د افغانستان کنسولګرۍ افغانانو ته د پاسپورټونو وېش پیل کړ
author avatar
11 Nov 2024 - 12:15

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۳): د هند په ممبيي ښار کې د افغانستان کنسولګرۍ افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ له پیلېدو خبر ورکوي.

د اېکس ټولنیزه شبکه کې د افغانستان کنسولګرۍ پاڼې چې په دې وروستیو کې جوړه شوې، د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې سر له ننه (دوشنبې، د لړم ۲۱مه) هېوادوالو ته د پاسپورټونو د وېش لړي پیلېږي.

دغه خبرپاڼه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاءاحمد تکل هم خپره کړې چې پر بنسټ یې، په ممبيي ښار کې د افغانستان کنسولګري له دوشنبې څخه تر جمعې پورې ټول کنسولي خدمات وړاندې کوي.

ورته مهال، د دې کنسولګرۍ د فعالیت او په دې اړه چې څوک یې مشري کوي، تر اوسه معلومات نشته.

له دې مخکې د هند په ممبيي ښار کې ذکیه وردک د افغانستان سرکنسوله وه، خو هغې د روان لمریز کال په غويي میاشت کې له خپلې دندې استعفا وکړه.

په ممبيي کې د افغانستان کنسولګرۍ فعالیت داسې مهال بېرته پیلېږي چې تېره اونۍ د افغانستان لپاره د هند د ځانګړي استازي په مشرۍ د دغه هېواد یوه پلاوي کابل ته د سفر پر مهال د اسلامي امارت له ځینو چارواکو سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د هند له ځانکړي استازي جي‌پي سینګ سره لیدنه کې د دوه اړخیزو، په ځانګړې توګه د بشري مرستو برخه کې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د سوداګریزو اړیکو او افغانانو، په ځانکړې توګه افغان سوداګرو ته یې د ویزو د ورکړې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو هیله څرګنده کړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.