ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوو ماشومانو ځانمرګيانو په ګډون لس وسلوال مخالفين ونيول شول

24 Mar 2012 - 17:47
24 Mar 2012 - 17:47

کندهار، ترينکوټ، لښکرګاه (پژواک ٥ ورى ٩١): په کندهار، اروزګان او هلمند ولايتونو کې د دوو ماشومانو ځانمرګو بريدګرو په ګډون لس مخالفين نيول شوي دي.

 د کندهار ولايت د ملي امنيت د منسوبينو له خوا د حنظله او بشيراحمد په نومونو نيول شوي دوه کسان د وري په ٥مه، د ملي امنيت ودانۍ کې خبريالانو ته هم وښودل شول، چې په خپلو جرمونو يې اعتراف کاوه.

 د کندهار د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د حنظله په نوم نيول شوى ځانمرګى ١٥ کاله عمر لري او د پاکستان د کراچۍ ښار اوسېدونکى دى.

 هغه زياته کړه، د بشيراحمد په نوم نيول شوى تن د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکى دى، چې په کندهار ښار کې يې د دولتي کارکوونکو د ترور دنده پر غاړه لرله.

 د حنظله په نوم نيول شوي ځانمرګي پژواک اژانس ته وويل: ((زما نوم حنظله د مير حاتم زوى يم، د کراچۍ ښار اوسېدونکى يم، ما د موټرونو په يوه ګاراج کې کار کاوه، د غلام حضرت په نوم يوه کس به کله ناکله راته او ما يې موټر ورته جوړاوه، هغه راته وويل، چې کندهار ته راسره لاړ شه او هلته به د خښتو وهلو په بټيو کې کار کوې.))

 د نوموړي په وينا، له هغه کس سره کوټې ښار ته لاړ او په يوه ځاى کې ورته د ځانمرګي بريد روزنه ورکړل شوه او بيا کندهار ته د تلو پر مهال په سپين بولدک ولسوالۍ کې ونيول شو.

 حنظله وايي: ((زه يتيم يم، يوه مور او يوه خور لرم او له حکومت څخه غواړم، چې ما وبخښي، څو بېرته خپل کور ته ولاړ شم.))

 د بشير احمد په نوم نيول شوي کس پژواک اژانس ته وويل: ((د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د خېشکو اوسېدونکى يم، خو اوس په لويه وياله کې ژوند کوم، دوه کاله مخکې زه نلغام ته د ترياکو د نېش وهلو لپاره ولاړم، هلته د مبين په نوم د طالبانو يوه قوماندان راته د جهاد کولو وويل.))

 د نوموړي په وينا، له طالبانو سره يې د ماينونو په جوړولو کې مرسته کوله او په دې موده کې يې په کندهار ښار او ولسواليو کې ګڼ شمېر ماينونه ځاى پر ځاى کړي دي.

 دى وايي: ((په دې وروستيو کې مبين، زه په کندهار ښار کې د چريکي عملياتو لپاره وټاکلم، د خپل بل ملګري سره يوځاى مې د کندهار د امنيه قوماندانۍ د يوه افسر نقيب الله د وژلو پلان جوړ کړ، خو تر هغه مخکې د ملي امنيت د کسانو له خوا ونيول شوم.))

 د کندهار د ملي امنيت رياست تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر وسلوال مخالفين په بېلابېلو تورونو نيولي دي.

 بل خوا په اروزګان کې پوليسو هم د يوه ماشوم ځانمرګي بريدګر د نيو و خبر ورکړى دى.

د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل پژواک اژانس ته وويل، چې ياد ماشوم يې نن د ولايت مرکز ترينکوټ ښار اړونده د مهراباد په سيمه کې نيولى دى.

نوموړي زياته کړه : ((دغه ماشوم پر ما د ځانمرګي بريد لپاره رالېږل شوى و، ما سره يې ليدلي هم و، خو په خپله يې پوليسو ته ځان وسپاره.))

عايل وويل، چی ياد ماشوم تېره اونۍ د ده دفتر راغلى و او له ده څخه يې د خپلې کورنۍ په پيدا کولو کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

د اروزګان امنيه قوماندان مطيع الله خان پژواک اژانس ته وويل، چې نيول شوى ماشوم  عطاءالله نومېږي، ١٢ کلن دى او په خپله يې ځان پوليسو ته تسليم کړى دى.

عطاءالله پژواک اژانس ته وويل، چې دې ولايت ته د امنيه قوماندانۍ پر وياند فريد عايل د ځانمرګي بريد په موخه لېږل شوى و.

هغه زياته کړه: ((ما ونه غوښتل چې دغه کار وکړم او ځان مې پوليسو ته وسپاره.))

د نوموړي په وينا، د پاکستان په چمن سيمه کې يې ديني زده کړې کولې، د حافظ په نوم يو تن دې ته وهڅاوه، چې ځانمرګى بريد ترسره کړي.

بل خوا په هلمند ولايت کې هم امنيتي مسوولينو د اووه وسلوالو مخالفينو د نيولو خبر ورکړى دى.

 د وا  لي وياند داوود احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې ياد کسان د هغو بېلابېلو عملياتوپه ترڅ كې نيول شوي چې تېره شپه په سنګين، كجكي او خانشين ولسواليو كې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا ترسره شوي دي.

 هغه زياته کړه، چې په نيول شويو کسانو کې يو تن ځايي قوماندان او بل د ځانمرګو بريدونو طراح  دى.

 احمدي وايي، چې له دې کسانو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version