ميدان ښار (پژواک ٥ ورى ٩١): په ميدان ښار کې پر١٤٠ جريبه ځمکه د يوه لوى تفريحي پارک د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ميدان ښار ښاروال انجنير محمود اميري د وري په ٥ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن په ميدان ښار کې د لوى تفريحي پارک، چې د (غازي کريم خان پارک) په نوم دى، د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د هغه په وينا، د دغه پارک پر جوړېدو به ٢٠ ميليونه افغانۍ لګښت راشي، چې د ميدان ښار د ښاروالۍ له بودجې څخه پرې ولګول شي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه پارک به ٤٥٠ متره حلقوي سړک، ١٠٠ فرعي سړکونه او ٢زره متره د احاطې دېوال ولري، چې چارې به يې په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي.
د ياد پارک د بنسټ ډبرې د اېښودو پر مهال د ميدان وردګو والي محمدحليم فدايي وويل، چې په دغه پارک کې به سږ کال شاوخوا څلور زره نيالګي کېنول شي.
هغه زياته کړه، چې د غازي کريم خان پارک به د ميدان ښار په ختيځه برخه کې له کوتل سيمې سره نږدې جوړ شي.
د ده په وينا، دغه پارک به د هېواد په لويو پارکونو کې راځي، چې د دغه ولايت د ټولو اوسېدونکو په ګډون به له ګاونډيو ولايتونو هم خلک ورته راځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP