فراه (پژواک ٧ ورى ٩١): پنځه وسلوال طالبان د هغوى د دوو قوماندانانو په ګډون د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې د اردو له ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي، دوه سرتېري او شپږ نور طالبان ټپيان دي.
د ظفر قول اردو د دويمې لوا قوماندان بريدجنرال محمداکرم سامع نن (د وري ٧مه) پژواک ته وويل، چې د اردو ځواکونه تېره ورځ له غرمې وروسته د ګلستان ولسوالۍ د کاروان ګاه په سيمه کې د طالبانو له کمين سره مخ شول.
هغه زياته کړه، چې د دواړو لورو ترمنځ په نښته کې د دوو قوماندانانو ملا عبالستار او ملاعوض په ګډون پنځه وسلوال طالبان ووژل شول.
همدارنګه په فراه کې د پوليسو د عملياتي کنډک قوماندانۍ يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل، چې په ياده نښته کې د اردو شپږ سرتېري وژل شوي، درې نور ټپي او پنځه نور وسلوالو طالبانو ژوندي نيولي دي.
هغه زياته کړه، چې د وسلوالو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې په ياد کمين کې د اردو اوه سرتېري وژل شوي، يو ټپي او يو بل يې نيول شوي دى او د هغوى دوه موټر هم ويجاړ شوي دي.
دا پېښه په داسې حال کې په ګلستان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده،چې دوه شپې وړاندې طالبانو په ياده ولسوالۍ کې د ايټاليوي ځواکونو په مرکز راکټي بريد وکړ.
په فراه کې د ايټاليوي ځواکونو مطبوعاتي مسوول ماج انديرا د يادې پېښې په تاييد سره رسنيو ته وويل، چې په ياد بريد کې يو ايټاليوى وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن