محمودراقي (پژواک ١٢ورى ٩١): د کاپيسا ولايت په اله ساى ولسوالۍ کې پر يوه کور د راکټ مرمۍ د لګېدلو له امله يو ملکي وګړى ووژل شو او درې نور ټپيان شول.
د اله ساى ولسوال انجنير ملامحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا مرمۍ د ولسوالۍ په بازار کې د ملي اردو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په نننۍ (١٢ورى) نښته کې پر يوه کور ولګېده.
د هغه په وينا، د دې راکټ د لګېدو په ترڅ کې د يوه کور يو غړى ووژل شو او درې نور ټپيان شول.
ملامحمد څرګنده کړه، تراوسه دا معلومه نه ده چې ياده مرمۍ له کوم لوري توغول شوې ده.
د اله ساى بازار يوه هټيوال شېرالله پژواک ته وويل: ((د ملي اردو موټر د بازار په لاندې برخه کې ولاړ و، چې طالبانو پرې بريد وکړ.))
د هغه په وينا، دواړو لورو پر يو بل مرمۍ او راکټونه توغول، چې په ترڅ کې يې يوه مرمۍ پر يوه کور ولګېده، يو تن په کې ووژل شو او درې نور ټپيان شول.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم په اله ساى ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته کې يوه ښځه د يوې مرمۍ د لګېدو له امله وژل شوې وه.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن