ژبه

د هرات عوايد ١٩ ميليارد افغانيو ته ورسېدل

احمد قريشي

۱۲ وری ۱۳۹۱ - ۱۷:۲۷

Views: ۶۰

هرات ښار (پژواک ١٢ ورى ٩١): له هرات ولايت څخه د دولت کورني عوايد په ١٣٩٠ کال کې د تېر کال په پرتله له ٢٩ سلنه زياتوالي سره څه باندې ١٩ ميليارده افغانيو ته رسېدلي دي.

د هرات مستوفيت د عوايدو امر غلام يحيى سرخوش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ١٣٩٠ کال د وري له لومړيو څخه د دې کار د کب مياشتې تر پايه له هرات څخه ١٩ ميليارده او ٩٨ ميليونه افغانۍ (چې له ٣٨٥ ميليونه امريکايي ډالرو سره برابر دي) راټولې شوي او د دولت خزانې ته ورزياتې شوې دي.

د هغه په وينا، د هرات ګمرک په ١٣٩٠ کال کې د ١٦ ميليارده او ٩٢٨ ميليونه افغانيو په لومړي مقام، د کورونو او ځمکو د سوداګريزو توليدي شرکتونو او د کارکوونکو له تنخواګانو څخه مالياتي عوايد دوه ميليارده او ١٧٠ ميليونه افغانيو او ترانسپورت له ٣٦٩ ميليونه افغانيو عوايد سره په ترتيب سره په دوهم او درېيم مقام کې دي.

هغه زياته کړه، چې په ټوليز ډول په ١٣٩٠ کال کې د دې ولايت دولتي عوايد د ١٣٨٩ کال په پرتله څه باندې څلور ميليارده او ٢٥٦ ميليونه افغانۍ زيات شوي دي.

په ١٣٨٠ کال کې د هرات ولايت ټوليز عوايد ١٤ ميليارده او ٨٤٢ ميليونه افغانۍ و.

د هرات مستوفيت د عوايدو امر د معلوماتو له مخې، د ماليې وزارت په ١٣٩٠ کال کې د هرات لپاره ١٩ ميليارده او ٢٢٩ ميليونه افغانۍ هدف ټاکلى و، چې په ټوليز ډول مهمو ادارو له ترانسپورت پرته وکړاى شول دغه هدف ته ځان ورسوي.

نوموړي وويل: “د هرات د ترانسپورت رياست په عوايدو کې په ١٣٩٠ کال کې د ١٣٨٩ کال په پرتله څه باندې ١٢ سلنه زياتوالى راغلى دى؛ خو ويې وکړاى شول په عوايدو کې ٣٠ سلنه لوړوالي ته، چې د ماليې وزارت له خوا ټاکل شوى و، ځان ورسوي.”

د هرات د ترانسپورت رييس محمد جاوېد ايماق وويل، چې د ماليې وزارت وړاندوينه د کمېشن د ثابتې کچې په پام کې نه نيولو سره ترسره شوې ده.

هغه وويل: “له ١٣٨٤ کال راپه دېخوا چې له مسافر وړونکو موټرو څخه د کمېشن کچه درې سلنه او له بار وړونکو موټرو څخه پنځه سلنه ټاکل شوې وه، تراوسه نه ده لوړه شوې او له دې سره سره زموږ هڅې ګټورې وې او د ١٣٨٩ کال په پرتله څه باندې ١٢ سلنه زياتوالى راغلى دى.”

هرات د وروستيو کلونو په ترڅ کې د ملي عوايدو له پلوه د هېواد د ولايتونو ترمنځ له کابل وروسته په دوهم مقام کې و.

د هرات د والي داوود شاه صبا په وينا، دغه ولايت په ١٣٨٩ کال کې د هېواد د کورنيو عوايدو ١٨ سلنه جوړه کړې وه.

همدارنګه د هرات مستوفيت وايي، چې په ١٣٩٠ کال کې د هېواد په کورنيو عوايدو کې د هرات ونډه د ١٣٨٩ کال په شان وه.

د ماليې وزارت د وياند عزيز شمس په وينا، په ١٣٩٠ کال کې له کورنيو سرچينو څخه د هېواد ټوليز عوايد څه باندې ١٠٠ ميليارده افغانۍ و، چې د پيسو د نړيوال صندوق له وړاندوينې څخه دوه ميليارده زيات دي.