ميدان ښار (پژواک ١٢ ورى ٩١): چارواکي وايي، چې په ميدان وردګو کې د وسلوالو طالبانو يو مهم قوماندان له دوو ملګرو سره نېول شوى او يو وسلوال وژل شوى دى.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د وري پر ١٢ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه دوه بجې د سيداباد ولسوالۍ د تنګي اړوند د جمادخېلو په سيمه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې د طالبانو يو قوماندان له دوو ملګرو سره نېول شوى دى.
د هغه په وينا، نيول شوى قوماندان سيف الرحمن نوميږي او د وسلوالو طالبانو لخوا د سيداباد ولسوالۍ د تنګي او شېخ اباد د سيمو نظامي مسوول ټاکل شوى و.
نوموړي زياته کړه، چې له نيول شويو وسلوالو څخه يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي او دا مهال درې واړه بهرنيو ځواکونو له ځان سره بيولي دي.
شاهد وويل: ((دغه قوماندان د تېرکال په اوړي کې په سيداباد ولسوالۍ کې پر افغان او بهرنيو ځواکونو ګڼ شمېر وسلوال بريدونه کړي او ډېر شمېر ملکي وګړي يې هم دولت او بهرنيو ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي.))
دده په خبره،دغه راز تېره شپه افغان او بهرنيوځواکونو ددغه ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال له وسلوالو طالبانو سره نښته کړې ، چې له امله يې يو وسلوال طالب وژل شوى دى .
نوموړى وايي، چې په دې نښته افغان او بهرنيو ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى او نور وسلوال طالبان له سيمې تښتېدلي دي.
په کابل کې د بهرنيو ځواکونو لخوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان او بهرنيو ځواکونو د عملياتو پر مهال په ميدان وردګو کې وسلوالو طالبانو ته د امکاناتو او وسايلو يو ترتيب کوونکى نيولى دى.
د سرچينې په وينا، نېول شوي تن وسلوالو طالبانو ته د سړک پر غاړه خښيدونکي ماينونه او نورې هغه وسلې برابرولې ،چې پر افغان او بهرنيو ځواکونو به يې پرې وسلوال بريدونه کول.
وسلوالو طالبانو او دسيمې خلکو د دې پېښو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP