کندهار ( پژواک ١٢ ورى ٩١ ) : د کندهار ولايت د مستوفيت مسوولين وايي،چې که څه هم ګڼ شمېرخلک پر وخت خپلې ماليې نه ورکوي، خو له دې سربېره يې په ١٣٩٠ لمريز کال کې عوايد ٥٠ سلنه لوړ شوي او څه د پاسه يو ميليارد افغانۍ يې تر لاسه کړې دي.
د کندهار ولايت مستوفي عظيم خان احمدزي د وري په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ١٣٩٠ لمريز کال کې يې يو ميليارد ٢٥٥ ميليونه ٦٢٠ زره او ٤٥٩ افغانۍ عوايد تر لاسه کړي، چې د تېر په پرتله ٥٠ سلنه لوړوالى ښيي.
نوموړي زياته کړه چې په ١٣٨٩ لمريز کال يې شاوخوا ٨٠٠ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي وو.
هغه د عوايدو لوړوالى په دې ولايت کې د وروستيو پرمختګونو له امله وګاڼه او زياته يې کړه، چې امنيت، حکومتداري، پرمختيايي چارې او نور هغه څه دي، چې د مستوفيت د عوايدو کچه يې لوړه کړې ده.
د نوموړي په وينا، تر دې وړاندې په کندهار کې امنيتي او نورې ستونزې زياتې وې، چې په دې وروستيو دوو کلونو کې د بېلابېلو عملياتو د تر سره کېدو له لارې امنيتي ساحه پراخه او د حکومتدارۍ چارې له ښاره تر ولسواليو وغځول شوې.
دى وايي، چې دغه عوايد يې د دوکانونو، کورونو، شرکتونو له کرايو او د دولتي کارکوونکيو له معاشونو په لاسه راوړي، چې د افغانستان بانک له لارې د ماليې وزرات ته انتقال شوي دي.
احمدزي په تېر کال کې د کندهار ولايت او زون په کچه د عادي لګښتونو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په دې کال کې د ټولو دولتي ادارو معاشونه او لګښتونه ٩ ميليارده او ٤٣٣ ميليونه افغانۍ وو.
د هغه په خبره، په دغه کال کې د کندهار مستوفيت له لارې د کندهار ښار او ولسواليو په جګړو او چاودنو کې وژل شويو او ټپي شويو ١٤٨ وګړيو ته ١٢ ميليونه افغانۍ د مرستې په توګه ورکړل شوي.
ده وويل: ((په ١٣٩٠ کال کې د ولسمشر له حکم او ماليې وزرات له تخصيص سره سم د کندهار ښار او ولسواليو ٩٢ وژل شويو او ٥٦ ټپي شويو وګړيو ته ١٢ ميليونه افغانۍ ورکړل شوې دي.))
د کندهار ښار د يو شمېر اوسېدونکيو د شکايتونو پر بنسټ، چې د مستوفيت مامورين د ماليې په چارو کې د عادي وګړيو په پرتله د کمېشن کارانو کارونه ژر کوي، مستوفي وويل: ((زموږ په اداره کې کمېشن کاران نشته.))
هغه زياته کړه، مستوفيت يواځې معاشاتي او مصارفاتي چارې تر سره کوي، دغه راز له بېلابېلو حياتي سرچينو عوايد را غونډوي او د بوديجې کنټرول او څارنه کوي.
دى وايي، چې تر اوسه د دولتي ادارو کارکوونکيو په دې اړه ورته کوم شکايت نه دى کړى.
د کندهار مستوفي په دې ولايت کې د خپلو ستونزو په اړه هم يادونه وکړه او ويې ويل، چې د نورو ستونزو تر څنګ د خلکو له لوري پر وخت د ماليې نه ورکړه يوه جدي ستونزه ده.
هغه زياته کړه: ((له شرکتونو ، انجوګانو او نورو اړوندو ځايونو له مسوولينو سره يې پر خپل وخت د ماليې د ورکړې په اړه خبرې کړي، خو دا ستونزه لا هواره شوې نه ده.))
د نوموړي په وينا، په روان کال کې يې د ستونزو د هواري په موخه پر بېلابېلو پلانونو کار کړى، چې له مخې به يې د بېلابېلو حياتي سرچينو درجه بندي وکړي، د مستوفيت کارکوونکو ته به د مالي چارو په اړه روزنه ورکړي او خلکو ته به پر وخت د ماليې د ورکړې په اړه عامه پوهاوى ورکوي.
ده وويل، چې د مستوفيت په چوکاټ کې به MTO په نوم د منځنۍ(متوسطې) ماليې ورکولو اداره هم فعاله کړي، چې له دې سره به په روان کال کې د هغوى د عوايدو کچه نوره هم لوړه شي.