ميدان ښار (پژواک ١٤ ورى ٩١): چارواکي وايي،چې په ميدان وردګو کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله پنځه ماشومان ټپيان شول.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې تېر مازيګر د ميدان ښار اړوند د قول ميراجان په سيمه کې د ناچاودېدو توکو د چاودنې له امله پنځه ماشومان ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، دغه ماشومان په سيمه کې د کوچيانو د يوې کورنۍ اړوند وو، چې پر يادو شويو ناچاودېدو توکو يې لوبې کولې.
نوموړي زياته کړه، چې ټپي ماشومان په سيمه کې د ملي اردو روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
شاهد وايي، چې دغه راز تېره شپه د ميدان ښار اړوند د چارکي په سيمه کې د ملي امنيت ځواکونو په عملياتو کې د وسلوالو طالبانو د وسلو يوه زېرمه کشف شوې ده.
د ده په خبره، په دغې زېرمه کې يو شمېر ماينونه، ٣ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي،ريموټ کنټرولونه، بېټرۍ، د ماين اېښودلو لينونه او يو شمېر سرګلولې ترلاسه شوې دي.
د دغو پېښو په اړه تر اوسه وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن