ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځه ماشومان ټپيان شول

پنځه ماشومان ټپيان شول

author avatar
2 Apr 2012 - 15:55
پنځه ماشومان ټپيان شول
author avatar
2 Apr 2012 - 15:55

ميدان ښار (پژواک ١٤ ورى ٩١): چارواکي وايي،چې په ميدان وردګو کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله پنځه ماشومان ټپيان شول.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې تېر مازيګر د ميدان ښار اړوند د قول ميراجان په سيمه کې د ناچاودېدو توکو د چاودنې له امله پنځه ماشومان ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، دغه ماشومان په سيمه کې د کوچيانو د يوې کورنۍ اړوند وو، چې پر يادو شويو ناچاودېدو  توکو يې لوبې کولې.

نوموړي زياته کړه، چې ټپي ماشومان په سيمه کې د ملي اردو روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

شاهد وايي، چې دغه راز تېره شپه د ميدان ښار اړوند د چارکي په سيمه کې د ملي امنيت ځواکونو په عملياتو کې د وسلوالو طالبانو د وسلو يوه زېرمه کشف شوې ده.

د ده په خبره، په دغې زېرمه کې يو شمېر ماينونه، ٣ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي،ريموټ کنټرولونه، بېټرۍ، د ماين اېښودلو لينونه او يو شمېر سرګلولې ترلاسه شوې دي.

د دغو پېښو په اړه تر اوسه وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.

 

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.