کابل (پژواک ١٨ ورى ٩١):د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونو په افغانستان کې د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د وري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سرتېرى يې پرون د افغانستان په سوېل کې د ماين په چاودنه وژل شوى دى .
سرچينې د وژل شوي سرتېري هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى، خو بايد وويل شي ،چې د هيواد په سوېل کې بريتانوي او امريکايي سرتېري مېشت دي .
د دغه سرتېري له وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ايساف د وژل شويو سرتېرو شمېر ١٠٢ تنو ته ورسېد، چې ٦٣ يې امريکايان، ١٣ بريتانوي او ٢٥ نور د ايساف اړوند د نورو هېوادونو دي.
تېر کال په هېواد کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو او له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې په هېواد کې تر اوسه ٢٩٤٨ بهرني سرتېري وژل شوي دي.
په تېر ژمي کې د وسلوالو مخالفينو د بريدونو د کمېدو له امله د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه هم ټيټه شوې وه، خو له تېرې مياشتې راهيسې، چې هوا په ګرمېدو ده، د بهرنيو سرتېرو د مرګ ژوبلې کچې يو ځل بيا په لوړېدو پيل کړى دى.
د روان زېږديز کال په لومړۍ (جنورۍ) مياشت کې ٣٤، په فبرورۍ کې ٢٤ بهرني سرتېري وژل شوي، خو په مارچ کې دغه کچه ٣٩ تنو ته لوړه شوه.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن