ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
11 Apr 2012 - 13:14
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
11 Apr 2012 - 13:14

 کابل ښار (پژواک ٢٣ ورى ٩١): د کابل چاپ نننيو ورځپاڼو تر ډېره خپلې سرمقالې له ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان څخه د ځينو افغاني رسنيو تمويلېدل او په دې اړه د ملي امنيت رياست د وياند مشعل څرګندونې او د طالبانو له خوا د پوځي عملياتو پيل او په کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې ته ځانګړې کړې دي.

د ملي ارمان ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې تر دغه سرليک لاندې، چې مزدورې رسنۍ بايد مجازات شي، له ګاونډيو هېوادونو څخه د ځينو رسنيو د تمويل موضوع څېړلې ده او په دې اړه د ملي امنيت رياست د وياند څرګندونو ته په اشارې سره ليکي، چې دغه څرګندونې د افغان د رسمي او حکومتي ادارو لومړى غبرګون د هغو رسنيو په اړه دى، چې د ورځپاڼې په خبره په افغانستان کې د بهرنيانو له خوا اداره کېږي.

ملي ارمان ورځپاڼه په افغانستان کې د جاسوسۍ د وضعيت په اړه په دې اند ده، چې ګاونډيو هېوادونو ته د افغانانو مهاجرت تل له ځان سره سرخوږى او جاسوس پالنه درلودلې او له امنيتي ادارو څخه هيله لري، ترڅو د ورځپاڼې په خبره د شکايتونو پر ځاى په قانوني اقدام لاس پورې کړي او د پرديو هېوادونو جاسوسان او پټې شبکې له هغې ډلې ايران او پاکستان د قانون له مخې ونيسي او مجازات يې کړي.

 دغه ورځپاڼه همدارنګه ليکي، چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت او د ملي امنيت رياست دنده لري ترڅو د رسنيو د تمويل سرچينې وڅېړي او هغه وپېژني.

د هشت صبح ورځپاڼې هم خپله سرمقاله په همدې موضوع ليکلې، د ايران او پاکستان له خوا د ځينو رسنيو د تمويل په اړه د ملي امنيت د رياست د وياند څرګندونو ته په اشارې سره په دې اند ده، چې دغه څرګندونې د افغانستان خلکو او حکومت ته د خطر د يوه زنګ حيثيت لري.

 هشت صبح ورځپاڼه هم د ملي ارمان ورځپاڼې په څېر په دې اند ده، چې درې لسيزې جګړه، سياسي کشمکشونه او مهاجرتونه د دې سبب شوي تر څو افغانستان د پرديو استخباراتي سازمانونو ته په يوه مناسب بستر واوړي او په دې نظر ده، چې د ګاونډيو هېوادونو د يو شمېر جاسوسانو نيول او په دې وروستيو کې په دغه هېوادونو پورې تړليو رسنيو افشا کول د ملي امنيت ادارې د کارکونکو د دقت، تېز هوښۍ او وطن دوستۍ نښه ده.

د ويسا ورځپاڼه هم ورته موضوع څېړي، خو په دې نظر ده چې يو شمېر رسنۍ د ملي امنيت د وياند د خبرو په استناد، يو شمېر ټلويزيوني چينلونه له ګاونډيو سره په تړاو تورنوي، چې د ورځپاڼې په خبره، په تورنې شويو رسنيو كې زيات د يوې ژبې او ملي دريځ لرونكي دي.

ويسا ورځپاڼه، د رسنيو د تړاو په اړه د تېرو دوو ورځو بحثونو ته په پاملرنې سره ليکي، چې ډېره د حيرانۍ خبره هغه شرمناك واقعيت دى چې په پرديو پورې تړلې كړۍ سرې سترګې ګرځي، له پرديو سره د تړاوونو تور او معمولاً له ګاونډيو هېوادونو سره د تړاو تورونه پر هغو رسنيو او شخصيتونو پورې كېږي چې ملي دريځ لري، د ولس او هېواد ګټې پالي او د پرديو تړاوونو پر خلاف دي.

د ماندګار ورځپاڼه بيا له حکومت څخه غواړي، ترڅو د بيان د ازادۍ په اړه له سره غور وکړي او په دې اند ده، چې يوازې رسنيو ته د خپرونو د زمينې برابرول او هغوى ته پر حکومت د ګوت نيونې ازادي ورکول، د بيان د ازادۍ په معنا نه شي ګڼل کېداى او نيوکه لري، په داسې حال کې چې افغان حکومت د بيان د ازادۍ په نوم له نړيوالې ټولنې امتياز اخلي، دې ته پاملرنه نه کوي چې په افغانستان کې د رسنيز کار جريان څومره حقوقي او سياسي ګواښونه له ځان سره لري.

 دغه ورځپاڼه د خپل بحث په دوام د بيان د ازادۍ پر وړاندې د ستونزو او ګواښونو شتون، لکه پر دولتي ادارو حاکم استبداد، چې اسنادو او مدارکو ته د رسنيو لاس لنډوي او يا په ځينو دفترونو کې د الکترونيکي رسنيو سانسور د بيان د ازادۍ ضد کړنې ګڼي، په دې نظر ده، چې بايد حکومت له رسنيو سره د چلند او تعامل په اړه په نوې پاليسۍ غور وکړي.

 د سرنوشت ورځپاڼه د وسله والو طالبانو له خوا د بريدونو او جګړو پراخوالي او توندوالي ته پاملرنه کوي او ليکي، چې طالبان هم د ملکي وګړو په وژنه کې کټ مټ د بهرنيانو په شان دي. هغوى هم د ښځې، ماشومان، سپين ږيري او نور عام وګړي د خپلو ټوپکو خولې ته دروي.

 دغه ورځپاڼه ليکي، چې خلک د قاتلينو په منځ کې راګير دي او په هېڅ لور کې هم د خونديتوب احساس نه کوي او د دې نظر د مطرح کولو ترڅنګ، چې ولس له دواړو اړخونو وژل کېږي، د ولس هيلې، غوښتنې او ژوند د جګړې دواړو غاړو يرغمل کړي دي ليکي، چې د افغانستان په روانه نا مشروع جګړه کې تر ګردو لوى زيان ملکي وګړو ته اوړي، په دې جګړې، چې هېڅ ډول مشروعيت نه لري، هېڅ ډول ارزښتونو ته هم په کې درناوى نه کېږي او له دواړو خوا يادېدونکي ارزښتونه هم يوازې د تبليغاتي جګړې يوه برخه ده.

د ملي باور ورځپاڼه هم د طالبانو له خوا د وسله والو بريدونو پراختيا او د هغې ترڅنګ د ناټو ځواکونو د يوه وياند هغو خبرو ته اشاره کړې، چې له رويټرز اژانس سره يې په خبرو کې ويلي، چې طالبانو لا خپل پسرلني بريدونه نه دي پيل کړي او داسې کومه نښه نه ليدل کېږي.

دغه ورځپاڼه وروسته بيا له طالبانو سره په جګړه کې د افغان ځواکونو او ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته اشاره کوي او په دې نظر ده، چې ناټو به هغه وخت د طالبانو د بريدونو په تېز والي خبره شي، چې يو ځل بيا په کابل کې د امريکا پر سفارت يا کوم بل مهم ځاى بريد وشي او په هغه کې لسګونه بهرني سرتېرې ووژل شي.

د افغانستان ورځپاڼه هم د پسرلي موسم له پيل سره جوخت د وسله والو طالبانو د عملياتو پراختيا ته اشاره لري او په دې نظر ده، چې په افغانستان کې جګړه د تکرار په يوه بې نتيجې دايرې کې بنده پاتې ده.

دغه ورځپاڼه له طالبانو سره په جګړه کې د افغان حکومت او نړيوالو ځواکونو ترمنځ د همغږ ۍ له نه شتونه سر ټکوي او په دې اند ده، چې د طالبانو پر وړاندې د افغان دولت او د هغه د نړيوالو متحدينو ستراتيژي لکه څرنګه چې لازمه ده اتحاد او انسجام نه لري او د بهرنيو ځواکونو د وتلو اعلان او د سولې په پروسه کې د افغان دولت او بهرنيو هېوادونو مشغولتيا هم د دې سبب شوې ترڅو طالبان په هر ډول چې وي، د بهرنيو ځواکونو تر وتلو پورې جګړې ته دوام ورکړي.

د خدمتګار ورځپاڼه خپله نننۍ سرمقاله د افغانستان د امنيتي ځواک د شمېرې، کميت او کيفيت څرنګوالي ته ځانګړې کړې او امريکا ته د هېواد د کورنيو چارو او دفاع وزيرانو سفر او له امريکايي چارواکو سره د افغان پوځ د كميت، تمويل او تجهيز په اړه د هغوى خبرو اترو ته په اشارې سره ليکي، چې د افغانستان امنيتي ننګونې تر بهرنيو پوځي تګلارو او سپارښتنو ستونزمنې دي او افغان دولت بايد د خپلو امنيتي اړتياوو له مخې د پوځ څرنګوالى او شمېره وټاكي.
دغه ورځپاڼه همدارنګه په دې اند ده، چې د ناټو او امريكا له وضعيت څخه په څرګنده ښكاري چې د افغان پوځونو د تمويل، تجهيز او ملاتړ په برخه كې زړه نازړه دي، نو همدغو ملاحظاتو ته په پام افغان دولت ته په كار ده، چې د خپل پوځ په برخه كې يوازې په امريكا او ناټو تكيه ونه كړي او د خپل پوځ لپاره په سيمه او نړۍ كۍ پراخ ملاتړ پيدا كړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.