Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بنو له زندان څخه په سلګونو بنديان وتښتېدل

اسلام اباد (پژواک ٢٧ ورى ٩١): وسلوالو طالبانو د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د بنو سيمې پر يوه زندان د بريد په ترڅ کې نږدې ٤٠٠ بنديان ازاد کړي دي.

دا پېښه تېره شپه شاوخوا دوه بجې د بنو ښار سوېل لوري ته په پنځلس کيلومترۍ کې د ټاون شپ په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د بنو سيمې يوه دولتي چارواکي ظاهرشاه د وري په ٢٧مه د پېښې په ځاى کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې له سلو څخه زياتو وسلوالو پر زندان بريد کړى و.

هغه زياته کړه، چې د بريد پر مهال د پوليسو او وسلوالو ترمنځ نښته هم رامنځته شوې، چې له امله يې درې پوليس ټپي شوي دي.

د ظاهر په وينا، وسلوالو له زندان څخه ٣٨١ بنديان خوشي او له ځان سره يې بيولي دي.

يوې بلې دولتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې په تښتېدلو بنديانو کې د راشد په نوم داسې بندي هم شامل دى، چې پر پخواني ولسمشر پروېز مشرف باندې پر وسلوال بريد تورن و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د بريد کوونکو اصلي موخه هم د راشد خلاصون و، چې ورسره نور بنديان هم تښتېدلي دي.

د عيني شاهدانو په وينا، بريد کوونکي چې په سپکو او درنو وسلو سمبال په ګڼ شمېر ډاټسن موټرو کې راغلي وو او پر زندان يې له څلورو خواوو بريد وکړ.

دوى زياتوي، چې بريد کوونکي د زندان مرکزي دروازه هم پر بمونو او راکټونو الوځولې ده.

د خيبر پښتونخوا ايالت د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين له رسنيو سره د خبرو پر مهال ومنله، چې بريد کوونکو د راشد په ګډون يو شمېر خطرناک بنديان له ځان سره بيولي، خو کره شمېره يې ونه ښوده.

د عمر زمان په نوم يوه ځايي خبريال پژواک ته وويل، چې په دغه زندان کې د خيبر پښتونخوا ايالت د پېښور ښار ترڅنګ د سوېلي سيمو، کرک، بنو، کوهاټ او اسلام اباد څخه د محکمې له خوا محکوم شوي بنديان ساتل کېدل.

بلخوا د شمالي وزيرستان وسلوالو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه ا خيستى دى.

د دې ډلې يو وياند عاصم الله رسنيو ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې دوى له ياد زندان څخه ١٢سوه بنديان خوشي کړي دي.

 ځايي امنيتي سرچينې وايي، چې دوى چاڼيز عمليات پيل کړي او تر اوسه يې اوه تنه تښتېدلي بنديان بېرته نيولي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.