Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پارلمان له پېښې استقلال روغتون ته پنځه ټپيان وړل شوي

کابل ښار ((پژواک ٢٧ ورى ٩١): د کابل ښار روغتيايي چارواکي وايي، چې پر ملي شورا د بريد له پېښې پنځه ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

د پژواک خبري اژانس خبريال د پېښې له ځايه راپور ورکړ، چې د ملي شورا ودانۍ له يوې شپږ پوړيزې نيم کاره ودانۍ څخه، چې د شورا ودانۍ په شاوخوا سل مترۍ کې پرته ده، د بريد کوونکو تر بريد لاندې راغله.

د کابل ښار د روغتونونو رييس ډاکتر کبير اميري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر اوسه پنځه تنه، چې په دې پېښه کې ټپيان شوي دي، د علاوالدين درې لارې ترڅنګ د استقلال روغتون ته وړل شوي دي.

نوموړي وويل، چې ټول ټپيان ملکي وګړي دي، خو د هغو د روغتيايي وضعيت په اړه يې معلومات ور نه کړل.

٢٨ کلن حشمت الله، چې د يوه دفتر ساتونکى دى، وويل، چې مور يې د دارالامان له سړک څخه (د پېښې ځاى ته نږدې) د تېرېدو په حال کې وه، چې د مرمۍ د لګېدو له امله ټپي شوه.

همدارنګه  د پژواک خبريال همدا اوس (تر غرمې وروسته ٣:٤٥) خبر ورکړ، يو ټونس موټر، چې د نيم کاره ودانۍ مخکې ته ولاړ و او ښايي بريد کوونکو ترې د مهماتو د لېږد کار اخيستى وي، د پوليسو له خوا په ډزو کې وچاودېد.

په همدې وخت کې د المان او انګلستان سفارتونو ته نږدې له يوه نيمه کاره ودانۍ څخه   څو وسلوالو  په وزير اکبرخان سيمه کې د امريکايي ځواکونو يو مرکز تر راکټي بريد لاندې نيولى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې د دوى  وسلوالو په يو وخت کې د کابل په څو سيمو، ننګرهار، لوګر او پکتيا ولايتونو کې بريدونه پيل کړي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو سيمو کې له دولتي ځواکونو سره  سخته جګړه روانه ده، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

امنيتي چارواکي هم تر اوسه د دې پېښو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.