اسلام اباد (پژواک ٢٧ ورى ٩١): پاکستان په کابل، لوګر، ننګرهار او پکتيا کې ننني ډله ييز بريدونه وغندل.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى، چى د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت له خوا د وري په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
خبرپاڼه زياتوي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ترسره شويو بريدونو له امله د خپګان څرګندونه کړې ده.
مېرمن کهر ويلي: ((پاکستان ترهګري په هره بڼه چې وي، غندي او په دغه هېواد کې د خبرو اترو له لارې د ستونزو پر هواري ټينګار کوي.))
په خبرپاڼه کې د کهر له قوله ويل شوي، چې پاکستان له خپلو افغان وروڼو او خويندو سره د هغوى د ستونزو په ګاللو کې اوږه په اوږه ولاړ دى.
د يادولو ده چې نن شاوخوا په دوو بجو د کابل په ګډون د پکتيا، ننګرهار او لوګر ولايتونو په مرکزونو کې ډله ييز بريدونه ترسره شوي، چې له امله يې يو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسلوالو طالبانو د دغو بريدونو مسووليت په غاړه اخيستى او ويلي يې دي، چې د دوى لسګونو وسلوالو په يادو څلورو ولايتونو کې ډله ييز بريدونه کړي دي.