کابل (پژواک ٢٧ ورى ٩١): پوليسو په کابل ښار کې دوه ځانمرګي او د هغوى يو سازمان ورکوونکى نيولي دي.
د کابل ښار د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد درې تنه نن (د وري ٢٧مه) له بريد څخه وړاندې په کابل ښار کې ونيول شول.
سرچينه وايي، دې کسانو غوښتل په کابل ښار کې ځانمرګي بريدونه ترسره کړي؛ خو په اړه يې جزئيات ورنه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې وسلوال کسان نن تر غرمې وروسته شاوخوا ٢ بجې، د انګلستان سفارت ته څېرمه يوې تر کار لاندې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځاى څخه د انګلستان، المان او کابل ستار هوټل او د کورنيو چارو وزارت بسم الله محمدي پر کور راکټونه توغولي دي.
خو وسلوال طالبان وايي چې نن تر غرمې وروسته، لسګونو وسلوالو طالبانو په کابل ښار او ننګرهار، پکتيا او لوګر ولايتونو کې يو شمېر سيمې تر بريد لاندې راوستې، چې بهرنيو او کورنيو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.