کندهار ښار (پژواک ٥ غويى ٩١): په کندهار کې د کوکنارو اړولو د کمپاين په لړ کې له تېرو څو ورځو راپه دې خوا په ژېړۍ او شاوليکوټ ولسواليو کې ٨٢١ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول او د والي وياند جاوېد فيصل د غويي په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرو دوو ورځو په اوږدو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست او امنيتي ځواکونو له خوا، په شاوليکوټ ولسوالۍ کې ٤٠٦ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه.
هغه زياته کړه، دغه اندازه کوکنار د دغې ولسوالۍ په سوزنيانو او بابړانو کلو کې له منځه وړل شوي او پر مهال يې امنيتي ځواکونه له کوم خنډ او ستونزې سره نه دي مخ شوي.
د نوموړي په وينا، د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په پساو او وزيرانو کلو کې هم تېره ورځ ٤١٥ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې، چې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ په کې، ولسوال او قومي مشرانو هم ونډه لرله.
فيصل وايي، د نورو ولسواليو ترڅنګ په ژېړۍ کې هم په زياته اندازه کوکنار کرل شوي دي؛ خو پر ضد يې د اړولو کمپاين په چټکۍ سره روان دى.
د ده په خبره، ژېړۍ چې يو وخت د وسلوالو طالبانو مهم پټنځاى ګڼل کېده، اوس په کې امنيتي ځواکونه پياوړي شوي دي.
نوموړى زياتوي، که څه هم ځينې مهال امنيتي ځواکونه د کمپاين پر مهال د وسلوالو تر بريد لاندې راځي؛ خو دغه پروسه درېدلې نه ده.
چارواکي وايي، چې سږ کال به په پراخه کچه د کوکنارو اړولو کمپاين تر سره شي، ځکه د دې ولايت ټولې ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو تر واک لاندې راغلې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن