کابل ( پژواک ٨ غويى ٩١): د اسيا د سنوکر د اتلولۍ د ډله ييزو سياليو په پاى کې د هېواد د سنوکر درې لوبغاړي يو اتم وروستي پړاو ته لار پيدا کړه.
د اسيا د سنوکر فدراسيون د رسمي وېب پاڼې د معلوماتو له مخې، صالح محمد ، نادر خان سلطاني او محمد رييس سينزى د سنوکر درې افغان لوبغاړي د ٢٠١٢ کال د اسيايي هېوادنو د اتلولۍ په سياليو کې په قطر کې برخه لري.
د سرچينې په وينا، نادر سلطاني د ايران د سنوکر له لوبغاړي وروسته په دويم مقام کې دى، محمد رييس سينزى هم په څلورمه ډله کې د سينګاپوري لوبغاړي وروسته په دويم مقام کې دى، خو صالح محمد په پنځمه ډله کې لومړى مقام لري او يو اتم وروستي پړاو ته يې لاره پيدا کړه .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ( دغويي اتمه) نادر سلطاني له ټايلنډي لوبغاړي سره لوبه کوي او صالح محمد او محمد رييس سينزى په خپلو کې لوبه کوي.
د سنوکر د اسيايي فدراسيون د رسمي وېب پاڼې د معلوماتو په اساس، صالح محمد وکړاى شول په يوه لوبه کې ١٢٧ نومرې ترلاسه کړي او د سوريې له لوبغاړي وروسته يې دويم مقام خپل کړ.
د يادونې ده ، چې دغه سيالۍ د غويي له لومړۍ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې پيل شوي او د غويي تر نهمې نېټې به دوام وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن