ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ا.ا مشر: د تېر حکومت کارکوونکي دې بېرته هېواد ته راستانه شي او دلته دې د عزت ژوند وکړي

د ا.ا مشر: د تېر حکومت کارکوونکي دې بېرته هېواد ته راستانه شي او دلته دې د عزت ژوند وکړي

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۳): د اسلامي امارت مشر شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال په خپلو خبرو کې ويلي چې د تېر حکومت کارکوونکي دې بېرته هېواد ته راستانه شي او دلته دې په عزت سره ژوند وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند محمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه شمالي ولایتونو ته د اسلامي امارت د مشر د څوارلس ورځني سفر له پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.

سرچینې ویلي، شیخ هبت‌الله اخندزاده د روان کال د وږي میاشتې په ۱۷مه شمالي ولایتونو ته خپل سفر پیل کړ او له هرات، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو یې لیدنه وکړه.

سرچینه وايي، د اسلامي امارت مشر د یاد سفر په اوږدو کې له زرګونو علماوو، مجاهدینو، د ولایتي ادارو له مسوولینو او مشرانو سره ناستې وکړې.

اېکس‌پاڼه کې راغلي، دغه سفر د والیانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو رییسانو، د یادو ولایتونو د قول‌اردوګانو د قوماندانانو او نورو لوړوپوړو چارواکو په ملتیا د ځمکې له لارې په موټرو کې ترسره شو.

سرچینه زیاتوي چې د اسلامي امارت مشر عالمان، مسوولین، مجاهدین او عام خلک یووالي، اتفاق، ورورولۍ او د شرعي قوانینو رعایتولو ته راوبلل او له هغوی یې وغوښتل چې په اتحاد کې واوسي او د اسلامي امارت ترڅنګ لکه په تېرو شلو کلونو کې چې د اشغال پر مهال ولاړ وو، ثابت او محکم ودرېږي.

بیانیه کې د اسلامي امارت د مشر له قوله راغلي: «د تېرې ادارې کارکوونکې دې هېواد ته راستانه شي او دلته دې په عزت سره ژوند وکړي؛ ځکه چې د خپل کور عزت بل چېرته نه پیدا کېږي.»

سرچینې زیاته کړې، د اسلامي امارت مشر د یاد سفر په جریان کې د الفاروق ۲۰۷، الفتح ۲۰۹ او عمري ۲۱۷ قول اردوګانو، بېلابېلو دیني او جهادي مدرسو، جوماتونو او مقدسه ځایونو د لیدنې ترڅنګ د مدرسو زرګونه مجاهدینو، استادانو او شاګردانو ته ویناږې هم وکړې.

د ویلو ده، دغه سفر د روان کال د وږي په ۲۱مه پای ته ورسېد.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.