ترينکوټ (پژواک ۱۰ غويى ۹۱): د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار اړونده د سجاول په سيمه کې د څه دپاسه دوه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى لوى پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د اروزګان والی اميرمحمد اخندزاده د غويي په ١٠مه، د دې پول د پرانيستلو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد پول ۲۳۰ متره اوږدوالى او اووه متره سور لري.
هغه زياته کړه، پردې پول دوه ميليونه او ٦٨زره امريکايي ډالر لګښت راغلى، چې د اسټراليا هېواد له خوا ورکړل شوى دى.
والي د اسټراليا د حکومت له دې مرستې څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې دغه هېواد تل د اروزګان له خلکو سره مرستې کړې او د بيارغونې په کارونو کې يې ډېره ونډه اخيستې ده.
د ترينکوټ ښار د سجاول د سيمې يوه اوسېدونکي حاجي محمدرسول پژواک اژانس ته وويل، چې د زرافشان په سيند کې د اوبو د زياتوالي پرمهال به دوى د څو ورځو لپاره بند پاتې کېدل او ښار ته به نه شو تللى.
هغه زياته کړه، د دې پول له جوړېدو سره د دوى د سيمې ترڅنګ د چورې ولسوالۍ د لسګونو زرو اوسېدونکو ستونزه هم هواره شوه.
د بورجان په نوم د سيمې يوه بل اوسېدونکي پژواک ته وويل، په سيند کې د اوبو د زياتوالي له امله دوى نه شو کولى چې خپل ناروغان هم ښار ته ورسوي او ډېرى مهال د سختې ناروغتيا له امله يې ناروغان مړه کېدل.
نوموړي د اسټراليا حکومت له دې مرستې څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې د دوى لويه ستونزه يې هواره کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP