ژبه

لغمان کې د ترافیکي پیښې له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۴): د لغمان امنیتي مسوولین وايي، نن غرمه د کابل – جلال‌اباد پر لویه لار د لغمان اړوند مشالې تنګي سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د لغمان ولایت له امنیه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن غرمه ۱۲:۳۰ بجې د کابل – جلال‌اباد پر لویه لار د لغمان د قرغیو ولسوالي اړوند د مشالې تنګي سیمه کې یوې کرولا له ټيلر موټر سره ټکر کړی دی.

خبرپاڼه کې لیکل شوي، دې پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د پېښې علت د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي ښودل شوې او ټپيان د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لیږدول شوی دي.

ورته موضوع