کلات-ترينکوټ: (پژواک ١١ غويى ٩١): امنيتي چارواکي وايي چې د زابل ولايت په يو شمېر پېښو کې د پوليسو له لوري پنځه طالبان وژل شوي او دوه نور نيول شوي دي.
د دغه ولايت د امنيتې قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د غوايي په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړۍ پېښه تېره ورځ د زابل د مرکز اړوند د نورک په سيمه کې رامنځ ته شوه.
د ده په خبره، چې ملي پوليسو په سيمه کې د طالبانو د يوې ډلې پر وړاندې عمليات پيل کړل چې په ترڅ کې يې له وسلوالو طالبانو سره شاوخوا يو ساعت نښته هم وشوه.
هغه زياته کړه، د نښتې په ترڅ کې درې طالبان وژل شوي، چې مړي يې هم د پوليسو له خوا د کلات روغتون ته وړل شوي دي.
د ده په خبره، چې د وژل شوو کسانو له پېژندګلوي وروسته د هغوى مړي خپلو کورنيو ته وسپارل شول.
فراهي زياته کړه، چې عمليات د شپې تر ناوخته پورې روان وو او پوليسو يو راکټ، يو ميل پيکا،دوه کلاشينکوفونه او يوه اندازه نور مهمات هم ترلاسه کړي دي.
نوموړي زياته کړه،چې تېره ورځ له غرمې وروسته د زابل د نوبهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې سيمه ييزو پوليسو له طالبانو سره جګړه کړې، چې په ترڅ کې يې دوه طالبان وژل شوي او پوليسو ورڅخه يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
د امنيت امر وويل، چې پرون مازديګر د زابل په شينکۍ او سيوري ولسواليو کې د پوليسو له لوري په دوو جلا عملياتو کې دوه طالبان له درېيو مخابرو، يو کړۍ ماين او ځينو نورو مهماتو سره د پوليسو له خوا ژوندي نيول شوي دي.
غلام جيلاني فراهي وايي، چې په دغو ټولو پېښو کې پوليسو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د کلات د مرکزي روغتون يوه نوکريوال ډاکتر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته پوليسو د درېيو وژل شوو طالبانو مړي دوى ته ور وړي او تر اوسه هم همالته پراته دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
درې ورځې وړاندې هم د زابل چارواکو په بېلابېلو عملياتو کې د پنځو طالبانو د وژلو او درېيو نورو د ژوندي نيولو خبر ورکړى و، خو هغه مهال طالبانو وژل شوي ملکي وګړي بللي وو.
د يوه بل خبر له مخې،د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل وايي، چې په ترينکوت ښار کې يو ماين خښوونکى د خپل ماين د چاودنې له امله وژل شوى دى.
هغه زياته کړه، چې تېره شپه د پوليسو او وسلوالو مخالفينو ترمنځ په ترينکوت ښار کې نښته هم شوې، چې له امله يې يو پوليس وژل شوى دى.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي په دې نښته کې د شپږو پوليسو د وژلو ادعا کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن