ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند او افغانستان د ستراتيژيک تړون د پلي کولو پر لارو چارو خبرې وکړې

هند او افغانستان د ستراتيژيک تړون د پلي کولو پر لارو چارو خبرې وکړې

author avatar
1 May 2012 - 19:04
هند او افغانستان د ستراتيژيک تړون د پلي کولو پر لارو چارو خبرې وکړې
author avatar
1 May 2012 - 19:04

ډيلى (پژواک ١٢ غويى ٩١): د افغانستان او هندوستان د بهرنيو چارو وزيرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسليک شوي ستراتيژيک تړون پر پلي کولو خبرې وکړې.

دغه ستراتيژيک تړون د ٢٠١١ زېږديز کال په اکتوبر مياشت کې، هندوستان ته د سفر پرمهال د ولسمشر حامد کرزي او د هندوستان د لومړي وزير من موهن سنګ ترمنځ لاسليک شوى و.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول، پرون د يوه پلاوي په مشرۍ ډېلي ته رسېدلى، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي او سوداګريزو اړيکو ترمنځ د تړون د پلي کولو په لارو چارو خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول او د هندوستان د بهرنيو چارو وزير اېس اېم کرشنا، نن غرمه مهال په نوي ډيلي کې له ليدنې وروسته، ګډې خبري غونډې ته وينا وکړه.

هغه زياته کړه، نن يې له افغان پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسليک شوي ستراتيژيک تړون د پلي کولو په موخه د جوړې شوې کمېټې د غونډې پرانيسته هم وکړه.

کرشنا وويل، هېواد يې ژمن دى چې د افغانستان له خلکو سره د سولې، ثبات او يوې ديموکراتيکې او بډايې ټولنې په رامنځ ته کولو کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزير، خپل افغان سيال مخاطب کړ او ويې ويل، په داسې حال کې چې په سيمه کې تحولات رامنځ ته کېدونکي دي؛ خو هندوستان به هېڅکله د افغانستان په اړه خپل دريځ کې بدلون رانه ولي.

نوموړي زياته کړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيک تړون له مخې به، نه يواځې افغانستان سره سياسي او پرمختيايي چارو کې همکارۍ ته ادامه ورکوي، بلکې دې ته به پراختيا هم ورکوي.

کرشنا يو ځل بيا ژمنه وکړه، چې د افغانستان د ملي پرمختيايي ستراتېژۍ له مخې به دغه هېواد سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

هغه زياته کړه: ((موږ له افغان حکومت سره د سيمې د ثبات په موخه خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوو او اجازه نه ورکوو، چې دغه هېواد يو ځل بيا د سخت دريځو هدف وګرځي.))

د هندوستان د بهرنيو چارو وزير وويل، افغانستان سره د اوږدمهاله ژمنو له مخې دوى غواړي، چې په نږدې راتلونکي کې په ډېلي کې د افغانستان په اړه د سيمې د پانګه والو يوه غونډه جوړه کړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د دې کار هرکلى وکړ.

کرشنا وويل،له ډاکټر زلمي رسول سره يې د ستراتيژيک تړون د پلي کولو په موخه د جوړې شوې کاري کمېټې د لومړۍ غونډې، چې پرون ترسره شوه، خبرې وکړې او لاسته راوړنې يې وستايلې.

هغه زياته کړه، دوى د يادې کمېټې اړوندو درېيو نورو وړو کمېټو، چې په سوداګرۍ او اقتصاد، د پرمختګ او معارف او درېيم د ټولنيز، فرهنګي او مدني ټولنو مشتملې دي، سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره خپلې غونډې پيل کړي.

د  افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول خبري غونډې ته وويل، چې له خپل هندي سيال سره يې په بېلا بېلو موضوعاتو ګټورې خبرې کړې دي.

هغه د افغانستان د سولې د پروسې په اړه وويل، هر هغه څوک او ډله چې غواړي دې پروسې سره يوځاى شي، بايد د افغانستان اساسي قانون ومني.

ټاکل شوې ده، چې نن ماښام د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د هندوستان له لومړي وزير من موهن سنګ او د ماليې وزير پرناب مکرجي سره هم وګوري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.