جلال اباد (پژواک ١٧ غويى ٩١): د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د کرکټ لوبغالي د جوړولو چارې پيل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ مسوول نظيم جار عبدالرحيمزي د غويي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د څو تنو ملي سوداګرو پر مټ، نن رسماً د دغه لوبغالي چارې د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره پيل شوې.
هغه زياته کړه، چې دغه لوبغالى به په دېرش جريبه ځمکه کې د يوه کال په موده کې بشپړ شي.
د نوموړې په وينا، که دولت او نړيواله ټولنه ورسره مرسته وکړي، دغه لوبغالى به په نړيوالو نورمونو برابر د يو ميليون ډالرو په لګښت کامې پله ته څېرمه د سيند په غاړه جوړ کړي، چې د هېواد بې سارى د لوبو ډګر به وي.
نظيم جار وويل چې د ولايت مقام په مرسته، له کرنې وزارت څخه د ځمکې د استملاکولو چارې پيل شوې دي.
نوموړي اندېښنه وښوده، که يواځې د سوداګرو مرستې ته په تمه شو، ښايي دغه ډګر له نړيوالو نورمونو په ټيټه کچه د يو عادي ډګر په توګه جوړ شي.
د کرکټ بورډ د ختيځ زون مشر قرار عزيزي پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه لوبغالي په جوړېدلو سره به د کامې، ګوشتې، کوز کونړ، دره نور او بهسودو ولسواليو سلګونو لوبډلو ته د لوبو کولو اسانتياوې برابرې شي، چې هره ورځ به د کامې ولسوالۍ ٣٢ د کرکټ لوبډلې ترې ګټه پورته کړي.
په کامه کې د ساحل لوبډلې يوه لوبغاړي لعل محمد پژواک ته وويل، چې اوس مهال دوى د کامې د مرکز سنګرسراى په هغه لوبغالي کې لوبه کوي، چې د اونيزو مېلو په موخه له پخوا راهيسې جوړ شوى دى.
هغه زياته کړه، په دغه لوبغالي کې سپورتي اسانتياوې او چمنونه نشته، چې د دوړو او ګردونو له امله لوبغالي په ډول ډول ناروغيو اخته کېږي.
د يادونې وړ ده، چې اوس مهال د جلال اباد ښار ختيځ لور ته په غازي امان الله ښارګوټي کې د نړيوالو نورمونو برابر يو لوبغالى شته.