کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد کرکټ ملي لوبډله د درېیو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه له هند سره ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، دغه لوبه به نن د افغانستان په وخت غرمه ۱۲:۳۰ بجې ترسره کوي.
دغه لوبه په هند کې ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډلې د هند پر وړاندې د لوبې لپاره د ښه چمتووالي په موخه پرون خپل تمرینات ترسره کړي دي.
د یادونې ده چط د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له هند سره خپله دویمه لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له هند سره لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کوي