غزني ښار (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵): د غزني ولایت د آشيهارا کراټې د منتخبې لوبډلې د غوراوي نهم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې او د ولایتي منتخبې لوبډلې لپاره ۴۰ غوره ورزشکاران وټاکل شول.
د غزني د بدني روزنې او ورزش آمریت مرستیال ذاکرحسین بیات پژواک ته وویل چې په دغو سیالیو کې د غزني له مرکز او بېلابېلو ولسوالیو ۱۲۰ ورزشکارانو ګډون کړی و.
هغه زیاته کړه چې ورزشکارانو د نونهالانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په څلورو بېلابېلو کټګوریو کې سیالۍ وکړې.
د ده په وینا، د پایلو له مخې د مرکز «نمبر ۱» لوبډلې د سرو زرو د ۱۵ مډالونو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړ، «اتلان غزنه» لوبډله د پنځو سرو زرو مډالونو په ګټلو دویمه شوه، د مرکز دویمې لوبډلې د سرو زرو د درېیو مډالونو په ترلاسه کولو درېیم او د دهیک ولسوالۍ لوبډلې د سرو زرو د یوه مډال په ګټلو څلورم مقام خپل کړ.
په ورته وخت کې، د غزني د آشيهارا کراټې فدراسیون سرمنشي محمد قیوم میزایي وویل چې آشيهارا کراټې په وروستیو کلونو کې د ځوانانو ترمنځ د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د هغه په وینا، په دغو سیالیو کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ګډون د کاراټې د ودې او د ځوانانو ترمنځ ورته د پراخې لېوالتیا ښکارندویي کوي.
همدارنګه، یوه ورزشکار رحمتالله وليزاده وویل چې په دغو سیالیو کې د ګډون فرصت د ځوانو ورزشکارانو لپاره ارزښتناک دی او هیله لري چې د منتخبې لوبډلې غړي په راتلونکو ملي سیالیو کې د غزني لپاره ښې پایلې ترلاسه کړي.
د یادونې ده، آشيهارا کراټه د رزمي ورزشونو له مشهورو څانګو څخه ده چې په وروستیو کلونو کې یې په غزني ولایت کې د ځوانانو پام ځانته اړولی دی.