منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 9:10 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
لوبې

د کرکټ درې اړخیزې سیالۍ؛ افغان ابدالیان نن د هند له الف لوبډلې سره لوبه کوي

· 1 دقیقه لوستل · 129 کتنې

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد الف (افغان ابدالیان) لوبډله نن د هند له الف لوبډلې سره خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي.

د افغانستان، سریلانکا او هند الف لوبډلو ترمنځ درې اړخیزې سیالۍ په سریلانکا کې روانې دي.

کرکټ بورډ ویلي چې د افغانستان الف (افغان ابدالیان) لوبډله به د افغانستان په وخت نن سهار نهه بجې د خپلې لومړۍ یو ورځنۍ لوبې په موخه د هند له الف لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته کښته شي.

دغه لوبه په سریلانکا کې ترسره کېږي.

همدارنګه د افغانستان الف (افغان ابدالیان) لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د جون په ۱۳مه د سریلانکا له الف لوبډلې سره، درېیمه لوبه به د جون په ۱۷مه د هند له الف لوبډلې سره ترسره کړي.

دغه‌راز، افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله څلورمه لوبه بیا د سریلانکا له الف لوبډلې سره د جون په ۱۹مه ترسره کړي.