Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک ١٧ غويى ٩١): تراوسه د ملګرو ملتونو ادارو په افغانستان کې ځينې فعاليتونه له حکومت سره له همغږۍ پرته ترسره کول؛ خو نور به ټولې کړنې په همغږۍ او د افغان حکومت لومړيتوبونو ته په پام ترسره کوي.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي يان کوبېش (Jan Kubis)، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د چارو د لاسمون په موخه د دې سازمان اړوندو ادارو د استازو او افغان چارواکو ترمنځ په جوړه شوې ګډه مشورتي غونډه کې وکړې.

ده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو فعاليتونه د افغانستان په ګټه وبلل، خو زياته يې کړه چې په تېرو څو کلونو کې د ياد شوي سازمان د اړوندو ادارو ځينې فعاليتونه او مرستې له افغان حکومت سره له همغږۍ پرته ترسره شوې دي.

يان کوبېش ټينګار وکړ چې وروسته له دې به، د کابل کنفرانس له غوښتنو سره سم دغه فعاليتونه د افغان حکومت د لومړيتوبونو په پام کې نيولو سره ترسره شي.

هغه زياته کړه: ((له افغانستان سره به د هغو طرحو او پروګرامونو له مخې مرستې کوو، چې افغان حکومت يې وړاندې کوي او لومړيتوب ورته لري.))

هغه وويل چې په نننۍ غونډه کې به هم، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کړنو د لا سمون او له افغان حکومت سره د همغږي کولو په اړه خبرې وشي.

يان کوبېش دا هم وويل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر (يوناما)، له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد له پروسې ملاتړ کوي.

د ده په وينا، لکه څنګه چې په تېرو نړيوالو کنفرانسونو کې يې له افغانستان سره پر خپلو مرستو ټينګار کړى، د شيکاګو او توکيو په کنفرانسونو کې به هم په راتلونکي کې له افغانستان سره په خپلو مرستو ټينګار وکړي.

 ټاکل شوې ده، چې د روان زېږديز کال په مې مياشت کې د امريکا په شيکاګو کې د ناټو په سرمشريزه کې د افغان ځواکونو پر تمويل خبرې وشي او په جولاى کې د جاپان په توکيو کې له افغانستان سره د مالي مرستو د اعلانولو په موخه نړيواله غونډه جوړه شي.

د جان کوبېش مرستيال او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي مايکل کيتينګ، په نننۍ ناسته کې وويل چې له جګړې څخه د راتلونکي نسلونو ساتنه د ملګرو ملتونو له لويو موخو څخه ده.

د هغه په وينا، ملګرو ملتونه په تېرو کلونو کې له افغانستان سره ښه همکار پاتې شوى او دا مهال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې ٢٧ اړوندې ادارې لري.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول چې په دې غونډه کې يې ګډون درلود، وويل چې په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول د پام وړ او اغېزمن و؛ خو اړينه ده چې په فعاليتونو او مرستو کې يې لاسمون رامنځ ته شي.

ولسمشر حامد کرزي تېر کال د وري په لومړيو کې ويلي و، چې د ملګرو ملتونو يو شمېر ادارې په افغانستان کې فعاليت کوي، چې کړنې يې د افغان دولت لپاره د پوښتنې وړ دي.

دغه راز د تېر کال په نيمايي کې، افغان دولت په شپږو زونونو کې د يوناما د فعاليت د محدودولو طرحه وړاندې کړه، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا ومنل شوه.

 زلمي رسول په نننۍ غونډه کې وويل، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې له بهرنيو افغان ځواکونو څخه د امنيتي مسووليتونو د لېږد او استانبول له پروسې ملاتړ کوي.

د ترکيې په استانبول ښار کې تېر کال د سيمې هېوادونو غونډه وکړه او ژمن شول، چې په سيمه په تېره بيا په افغانستان کې به د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره هڅې کوي.

د ناستې ګډونوالو د استانبول پرېکړه د يوې پروسې په توګه ومنله او ويې ويل، چې د سيمې د هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران په همدې موخه غونډې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.