ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کلنټن: الظواهري په پاکستان کې پټ دى

author avatar
7 May 2012 - 14:24
author avatar
7 May 2012 - 14:24

کابل (پژواک ١٨ غويى ٩١): د امريکا د بهرنيو چارو وزيره مېرمن هيلري کلنټن وايي، چې د القاعدې نوى مشر ايمن الظواهري په پاکستان کې پټ دى.

مېرمن کلنټن دغه څرګندونې هندوستان ته د رسمي سفر پر مهال نن (د غويي ١٨مه) د دغه هېواد په کلکته ښار کې د يوې مرکې پر مهال کړې دي.

نوموړې پرون دغه هېواد ته په رسمي سفر راغلې، څو له هندوستان سره د ستراتيژيکو اړيکو په اړه خبرې وکړي.

هغې زياته کړه، چې هېواد يې د القاعده ډلې د فلج کولو هڅې پيل کړې او په دې برخه کې تر ډېره بريالي شوي هم دي.

مېرمن کلنټن ويلي: ((د القاعدې ګڼ شمېر مهم مشران د تېښتې په حال کې دي، ايمن الظواهري چې د اسامه بن لادن ځاى ناستى ټاکل شوى، موږ په دې پوهېږو، چې هغه په پاکستان کې پټ دى.))

د نوموړې په وينا، دوى به د الظواهري ترڅنګ د هغه د کسانو په لټه کې هم وي، چې غواړي القاعده متحرکه او فعاله وساتي.

د يادونې ده، چې له دې مخکې د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا هم ويلي وو، چې د القاعدې مشر ايمن الظواهري د پاکستان په لوېديځه برخه قبايلي سيمو کې دى.

خو د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر له امريکا غوښتي وو، چې په دې اړه دې ورسره استخباراتي معلومات شريک کړي، څو يې پر ضد عمليات ترسره کړي.

د القاعدې پخوانى مشر اسامه بن لادن تېر کال په همدې مياشت کې د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې په داسې حال کې د امريکايي ځواکونو له خوا ووژل شو، چې پاکستان په پرله پسې توګه په خپله خاوره کې د هغه له شتونه انکار کړى و.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.