ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کهر: القاعده د پاکستان او امريکا ګډه دښمنه ده

author avatar
7 May 2012 - 17:33
author avatar
7 May 2012 - 17:33

اسلام اباد (پژواک ١٨ غويى ٩١): د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره وايي، چې دوى په خپل هېواد کې د القاعده د مشر الظواهري د مشر د شتون په اړه هېڅ راپور نه لري، خو که له امريکا سره په دې اړه شواهد وي، له دوى سره دې شريک کړي.

نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې،چې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن نن هندوستان ته د سفر پر مهال په ډاګه کړه،چې د القاعدې مشر ايمن الظواهري په پاکستان کې پټ دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره مېرمن حنا رباني کهر د غويي په ١٨مه د ملي امنيت په اړه د پارلماني کمېټې له غونډې وروسته په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې په پاکستان کې د ايمن الظواهري د شتون په اړه هېڅ راپور نه لري.
هغې زياته کړه:((که له چا سره په دې اړه معلومات وي، نو له موږ سره دې شريک کړي، موږ يې پر ضد اقدامات کوو؛ ځکه چې القاعده د امريکا او پاکستان ګډه دښمنه ده.))

د پاکستان پارلماني کمېټه له امريکا سره د نوو اړيکو په اړه جوړه شوې او نن يې په اړه غونډه وکړه.

حنا رباني کهر وويل،چې په قبايلي سيموکې دامريکا بې پيلوټه بريدونه د دوى د خپلواکۍ پر ضد کار دى او دوى دغه کار په کلکه غندي.

له دې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزيره مېرمن هيلري کلنټن په هندوستان کې د يوې مرکې پر مهال ويلي وو، چې هېواد يې د القاعده ډلې د فلج کولو هڅې پيل کړې او په دې برخه کې تر ډېره بريالي شوي هم دي.

مېرمن کلنټن ويلي:((د القاعدې ګڼ شمېر مهم مشران د تېښتې په حال کې دي، ايمن الظواهري چې د اسامه بن لادن ځاى ناستى ټاکل شوى، موږ په دې پوهېږو، چې هغه په پاکستان کې پټ دى.))

د يادونې ده،چې له دې مخکې د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا هم ويلي وو، چې د القاعدې مشر ايمن الظواهري د پاکستان په لوېديځه برخه قبايلي سيمو کې دى.

د القاعدې پخوانى مشر اسامه بن لادن تېر کال په همدې مياشت کې د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې په داسې حال کې د امريکايي ځواکونو له خوا ووژل شو، چې پاکستان په پرله پسې توګه په خپله خاوره کې د هغه له شتونه انکار کړى و.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.