ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
9 May 2012 - 12:21
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
9 May 2012 - 12:21

 کابل ښار (پژواک ٢٠ غويى ٩١): په کابل کې د ايران د سفير جنجالي څرګندونې، د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې او د هغې د ترسره کېدو په اړه اندېښنې، د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د سولې خبرې اترې او يو شمېر نور موضوعات، نن د کابل چاپ د ورځپاڼو غټ سرټکي جوړوي.

د ويسا ورځپاڼه په کابل کې د ايران د سفير هغه څرګندونو ته ګوته نيسي چې د مشرانو جرګې له رييس سره يې د پېژندګلوۍ په ناسته کې له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون په اړه کړې وې او په دې اند ده چې له دغې مسئلې نه اوس يو بله کړکېچنه لوبه جوړه ده، چې د ورځپاڼې په خبره دلته د افغان ولس د ګټو، غوښتنو، ملي حاكميت او وقار خبره يې تر ډېره حده د بېلابيلو لورو د شخصي غرضونو، سليقو او تمايلاتو تر سيوري لاندې رواستې ده.

 د ويسا ورځپاڼه په دې اند ده چې چې يو لورى له دې مسئلې نه د حكومت پر خلاف د تبليغاتي پلمې په توګه كار اخلي او د ايران په اړه د حکومت توند غبرګون غواړي، خو د ورځپاڼې په خبره ځيني نور غواړي په همدې پلمه د ستراتيژيك سند خبره تر داسې بريده ورسوي چې هره معقوله د هېواد د ملي ګټو په رڼا كې د يوه سپېڅلي احساس پر بنسټ ولاړه نيوكه هم د پرديو په قومانده او غوښتنه تعبير كړي.

 دا ورځپاڼه په دې اند هم ده چې نړيوالې ټولنې او امريکا په تېرو څو کلونو کې اراده نه درلوده تر څو په افغانستان کې د ګاونډيو هېوادونو د مداخلې مخنيوى وکړي او د ورځپاڼې په خبره همدا خبره د دې سبب شوې ده چې زموږ چارواكي يې دې ته اړ كړل چې د ګاونډيو پر ډېرو نارواوو سترګې پټې كړي.

د محور ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله کې همدا موضوع څېړي او په داسې حال کې چې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون په اړه د ګاونډيو هېوادونو غبرګونونه، د افغانستان په اړه د دغه هېوادو د فکر او نظر ترجمان ګڼي، پر ايران او پاکستان باندې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې ګوت نيونو ته هم اشاره کوي.

 دغه ورځپاڼه دغه اټکل هم وړاندې کوي چې که چېرې پاکستان د ناټو اکمالاتي لاره نوره هم بنده وساتي، نو ښايي امريکا پر دغه هېواد هم اقتصادي بنديزونه ولګوي او ليکي چې پاکستان او ايران به هم د امريکا د دغو ګواښونو پر وړاندې غلي کښې نه ني.

 محور ورځپاڼه دغو پورته خبرو ته په پاملرنې سره په دې اند هم ده چې د دغو هېوادونو ترمنځ لوبه يو نوي پړاو ته ننوتې، چې د ورځپاڼې په خبره، له بده مرغه د دې لوبې خونړۍ برخه به بيا هم په افغانستان کې

 ترسره کېږي.

 د دنيا ورځپاڼه هم په خپله سرمقاله کې ورته بحث څېړلى او په مشرانو جرګه کې يې د تېرې ورځې هغه بحث ته پاملرنه کړې، چې سناتورانو له افغانستان څخه د ايراني سفير د شړل کېدو غوښتنه کړې او وړاندې بيا د افغانستان په چارو کې د ايران او پاکستان پرله پسې لاسوهنې او له افغان دولت سره د هغوى نه همکاري يادوي او په دې اند ده چې که حالات همداسې دوام وکړي نو بيا شک نشته چې يو شمېر هېوادونه غواړي په افغانستان کې يوه لوبه په لار واچوي.

ورځپاڼه وړاندې ليکي، چې کېداى شي دا لوبه د امريکا په شتون کې پيل کړل شي او د ورځپاڼې په خبره شونې ده چې امريکايان په خپله هم د پردې تر شا په دې لوبه کې لاس ولري.

د سرنوشت ورځپاڼه هم په سرمقاله کې ورته تحليل کوي او د افغانستان په کورنيو چارو کې د ايران د اوږدې او دوامداره لاسوهنې ته په اشارې سره په دې نظر ده، چې په کابل کې د ايران سفير، د امريکايي ګټو لپاره هڅې کوي.

سرنوشت دې ټکې ته هم اشاره لري، چې ويل کېږي ايران او امريکا په افغانستان کې په يوه پټه سيالۍ کې سره ښکېل دي او يو بل ته خنډونه جوړوي، خو د ورځپاڼې په خبره د حيرانتيا خبره دا ده چې په افغانستان کې د دواړو هېوادونو له خوا ګډ کارونه هم ترسره شوي او امريکا له ايران سره او ايران له امريکا سره په افغانستان کې مرسته کړې ده.

سرنوشت ورځپاڼې د نړيوالو شنونکو دغه تحليل ته هم اشاره لري، چې وايې د امريکا او ايران مخالفت مصنوعي او ډراماتيک دى؛ ځکه د ورځپاڼې په خبره امريکا د ايران د ګټو لپاره کار کوي او ايران د امريکا د ګټو لپاره.

 خدمتګار ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې د هغو اندېښنو په اړه بحث کړى، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان د ملي پوځ د تمويل او د افغان حکومت له خوا د دغه پوځ د تجهيز په اړه شتون لري او په دې نظر ده چې افغان پوځ بايد د ځان بساينې لپاره ستراتيژي جوړه كړي.
 خدمتګار ورځپاڼه په دې نظر هم ده چې كه څوك له افغانستان سره مرسته كوي او يا يې نه كوي، خو افغانان مجبور دى چې له خپل هېواد او خپلواكۍ څخه دفاع وكړي او دغې موخې ته د رسېدو لپاره بايد افغان پوځ ته ستراتيژيك كار وشي او سر له اوسه په كې د ځان بساينې لپاره د تخنيك او ټكنالوجۍ اساسات كېښودل شي.

 او په پاى کې هم د هشت صبح ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې د افغان حکومت سياسي اپوزېسيون تر نيوکې لاندې نيولى، چې ولې د ايران د سفير د وروستيو څرګندونو په اړه غلى ناست دى او هغه نه غندي.

هشت صبح ليکي، چې دواړه ډلې ملي ايتلاف او ملي جبهه چې ځان د حکومت اپوزېسيون ګڼي، تر اوسه د ايران د سفير د وروستيو څرګندونو پر وړاندې چوپ دي، چې د ورځپاڼې په خبره په کابل کې د ايران د سفير د څرګندونو پر وړاندې د اپوزېسيون چوپتيا، د پوښتنې وړ ده.

هشت صبح له ايران څخه د افغان ولسمشرۍ د دفتر د نغدو پيسو د ترلاسه کولو موضوع ته اشاره لري او ليکي، چې ډېرو خلکو ګومان درلود چې ولسمشر د همدغو نغدو پيسو د ترلاسه کولو له امله د ايران د مداخله ګرو حرکتونو پر وړاندې غلى دى، نو د ورځپاڼې په خبره ايا د اپوزېسيون مشران هم د ايران له حکومت څخه حق السکوت ترلاسه کوي؟

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.