ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
12 May 2012 - 12:04
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
12 May 2012 - 12:04

 کابل ښار (پژواک ٢٣ غويى ٩١): د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غټ سرټکي د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد د درېيم پړاو پيل، د شيکاګو غونډه، د افغان امنيتي ځواکونو پياوړتيا او په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د کمښت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د نوي خپاره شوي راپور څېړنه، جوړوي.

د ارادې ورځپاڼه د امريکا په شيکاګو کې د ناټو تړون د غړو هېوادونو کنفرانس او د افغان امنيتي ځواکونو د څرنګوالي په اړه د دغه کنفرانس بحث ته په اشارې سره په دې نظر ده، چې افغان دولت بايد د شيکاګو له کنفرانس څخه ډېر څه ترلاسه کړي.

د ارادې ورځپاڼه په دې اند ده، چې تر اوسه د شيکاګو کنفرانس ته څو ورځې لا پاتې دي؛ نو ځکه بايد افغان دولت دغه کنفرانس ته د وړاندې کولو لپاره يوه مناسبه طرحه جوړه کړي تر څو افغانستان ته ښې لاس ته راوړنې او ګټې له ځان سره ودرلوداى شي.

د ارادې ورځپاڼه په دې اند هم ده، چې په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان په اړه څو نړيوال او سيمه ييز کنفرانسونه او غونډې جوړې شوې خو د دې ورځپاڼې په خبره، په مجموع کې يې داسې مهمې لاس ته راوړنې نه درلودې، چې د افغانستان په روانو حالاتو کې د پام وړ کوم بدلون راولي او له همدې کبله، دولت بايد د شيکاګو د کنفرانس لپاره له اړوند ارګانونو او يو شمېر کارپوهانو سره په مشوره له يوې طرحې او پلان سره په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي.

 همدا راز انيس دولتي ورځپاڼه هم د ورته موضوع په څېړلو سره د شيکاګو له کنفرانس څخه د افغانستان تمې تر بحث لاندې نيولې او په دې نظر ده، چې د افغانستان موضوع د شيکاګو کنفرانس په اجنډا کې مهم ځاى لري.

 انيس ورځپاڼه هم په دې اند ده، چې د شيکاګو په غونډه کې د افغان امنيتي ځواکونو د اړتياوو د وړاندې کولو او له هغې څخه د دفاع لپاره د افغان پلاوي بشپړه تيارى، زيات اهميت لري او د ورځپاڼې په خبره د شيکاګو کنفرانس برياليتوب ، د افغانستان د برياليتوب ضمانت کوي.

د هشت صبح ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې د امنيت د لېږ د بهير د درېيم پړاو پيل څېړلى او په دې نظر ده، چې د دې پروسې لومړى او دويم پړاو تر ډېره بريده نمايشي بڼه درلوده خو د ورځپاڼې په خبره د هغې درېيم پړاو يو مهم او سخت پړاو دى.

هشت صبح ورځپاڼه د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد په درېيم پړاو کې د ټولو ولايتونو د مرکزونو او تر ٢٠٠ زياتو ولسواليو ګډون ته اشاره لري او دې ته په پاملرنې سره چې مرکزي حکومت پر ټولو ولسواليو بشپړ تسلط نه لري، پر خپل دغه نظر ټينګار کوي چې دا پړاو د تېرو دوو پړاوونو په څېر يوازې د جنډې د پورته کولو او ښکته کولو نمايش نه دى، بلکې د ورځپاڼې په خبره دولت بايد په لومړي سر کې د پراخو پوځي عملياتو له لارې دغه سيمې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې کړي تر څو د لېږد پروسې ته زمينه برابره شي.

هشت صبح ورځپاڼه په دې اند ده، چې د دې پروسې درېيم پړاو بايد په ډېر ځير پيل کړاى شي او د ورځپاڼې له نظره بايد د درېيم پړاو تر پيل وړاندې د تېرو دوو پړاوونو ارزونه هم ترسره شي.

د خدمتګار ورځپاڼه هم د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد د درېيم پړاو پيل څېړي او په دې اند ده چې د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد درېيم پړاو بايد سمبوليکه بڼه ونه لري.

دغه ورځپاڼه هم د هشت صبح په څېر په دې اند ده چې د مسووليتونو د لېږد په درېيم پړاو سره د يو شمېر ګواښمنو سيمو امنيت د افغان امنيتي ځواكونو د مسووليتونو په دايره كې راځي او په دې سره د امنيتي ځواكونو پر وړاندې ګواښونه هم زياتېږي چې بايد دا پړاو سمبوليك نه وي او افغان ځواكونه په مناسبو تجهيزاتو او وسايلو سمبال شي.

د خدمتګار ورځپاڼه په دې اند هم ده چې د ولسواليو د امنيتي مسووليتونو له اخيستو بايد روښانه تعريف موجود وي، چې له دې څخه هدف يوازې په دې ولسواليو كې د امنيتي ځواكونو سمبوليك شتون دى او كه دغه ځواكونه په رښتينې توګه دلته د امنيت راوستلو او د دولتي حاكميت د پراخولو متصدي هم وي.

د ملي باور او سرنوشت ورځپاڼو چې د هېواد د سياسي قضاياوو او پېښو په اړه اکثراً ورته نظر لري او ډېرى مسايل له ګډ ليد لوري ارزوي، په خپلو نننيو ګڼو کې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې د کچې د ټېټېدو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان وروستى راپور ارزولى دى.

 د ملي باور ورځپاڼه دې ټکې ته اشاره لري چې په افغانستان د ملکي مرګ ژوبلې د کچې د راټېټېدو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان راپور وروسته تر هغې خپور شو؛ چې ولسمشر کرزي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جان الن، د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي په اړه د ولسمشرۍ دفتر ته را وغوښت.

 ملي باور ورځپاڼه ملکي مرګ ژوبلې ته د يوې رسوايۍ په بڼه ګوري او د مخنيوي غوښتنه يې کړې، او د بهرنيو ځواکونو په لاس د ملکي وګړو مرګ له ژوبلې څخه اندېښنه ښکاروي او هغه پر افغان حکومت د ولس د بې باوره کولو لپاره يو عمل ګڼي.

دغه ورځپاڼه د هلمند په مارجې ولسوالۍ ګڼې ملکي مرګ ژوبلې ته هم اشاره لري او سر ټکونه کوي چې ولې له دې پېښې څخه د ٥٠ ورځو پر تېرېدو بيا هم تر اوسه د دې پېښې د تحقيقاتو پايلې نه دې څرګندې شوې.

 همدارنګه سرنوشت ورځپاڼه پر همدې موضوع د بحث په ترڅ کې د روان زېږدېز کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي مرګ ژوبلې د کمېدو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د راپور پر رېښتيني توب د شک څرګندونه کوي.

 سرنوشت ورځپاڼه د دغه راپور تر خپرېدو وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي د خاص استازي څرګندونې هم، بهرنيو سرتېرو ته يو ډول برائت ورکول او د هغوى د کړنو توجيه ګڼي او د ملي باور ورځپاڼې په څېر د بهرنيو ځواکونو په لاس د افغان ملکي وګړو له مرګ ژوبلې څخه سر ټکوي.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.