واشنګټن ( پژواک ٢٨ غويى ٩١ ) د ايساف عمومي قوماندان وايي ، چې پاکستان د دغه هېواد له لارې د ناټو ځواکونو د اکمالاتي موټرو د خوشې کولو لپاره چمتوالى نيسي.
پاکستان په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو د اکمالاتو لار، وروسته له هغه وتړله ،چې شپږ مياشتې مخکې د ناټو امريکايي ځواکونو په مومندو ايجنسۍ کې پر پاکستانۍ پوستې بريد وکړ او ٢٤ سرتېري يې ووژل.
جنرال جان الن تېره ورځ د امريکا په ورجينيا ايالت کې ديوې غونډې پر مهال د ويډيو کنفرانس له لارې وويل ، چې په تېرو څو اونيو کې د ناټو د اکمالاتي لارې د پرانېستلو په موخه امريکايي او پاکستاني چارواکيو ګټورې خبرې کړې دي.
جنرال الن ددې اونۍ په پيل کې پاکستان ته تللى و او ددرې اړخيزه نظامي کمېسيون د غونډې په ترڅ کې يې له پاکستاني چارواکيو سره د اکمالاتي لارې د پرانېستلو په اړه هم خبرې کړې وې.
هغه زياته کړه : (( له تېرو څو ورځو راهيسې د پاکستان لخوا مثبتې اشارې ليدل کېږي، موږ د پاکستان لخوا ددې مثبتو اشارو او دلارې د خلاصېدو هرکلى کوو.))
جنرال الن ويلي ، چې دپاکستان لاره نه يواځې ددوى د اکمالاتو لپاره مهمه ده، بلکې له افغانستان څخه د وتلو لپاره هم يوه ښه لاره ده.
د ناټو سازمان عمومي منشي راسموسن د تېرې جمعې په ورځ په بروکسل کې ديوې خبري غونډې پر مهال په ډاګه کړه، چې پاکستان ته ځکه په شيکاګو غونډه کې دګډون بلنه نه ده ورکړل شوې ، چې دغه هېواد د ناټو اکمالات بند کړي دي.
خو وروسته له هغه ، چې پاکستان مثبتې اشارې ورکړې، نو دوه ورځې مخکې د ناټو عمومي منشي د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته د شيکاګو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.
د پاکستان د وزيرانو شورا په پرونۍ غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د ناټو د اکمالاتو د خوشې کولو پرېکړه به له يو لړ مشورو وروسته وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن