ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: له جرمني سره د ستراتېژيک سندلاسليک ددوستانه اړيکو نوى باب پرانيست

کرزى: له جرمني سره د ستراتېژيک سندلاسليک ددوستانه اړيکو نوى باب پرانيست

author avatar
17 May 2012 - 11:18
کرزى: له جرمني سره د ستراتېژيک سندلاسليک ددوستانه اړيکو نوى باب پرانيست
author avatar
17 May 2012 - 11:18

کابل ( پژواک، ٢٨ غويى ٩١): ولسمشر حامد کرزي  د افغانستان او جرمني تر منځ د  اوږدمهاله ستراتيژيکو اړيکو د همکاريو سند لاسليک ، د دواړو هېوادو په دوستانه  اړيکو کې د نوي باب د پرانېستلو په توګه وګاڼه.

دغه سند تېره ورځ د ولسمشر حامد کرزي او د جرمني د لومړۍ وزيرې انګلا مرکل ترمنځ د برلين په ښار کې لاسليک شو او جرمني ژمنه وکړه ، چې هرکال به ١٥٠ ميليونه يورو له افغان ملي ځواکونو سره مرسته کوي.

 په هغه خبر پاڼه کې ، چې  د ولسمشرۍ د دفتر لخوا نن سهار د غويي په ٢٨مه، پژواک خبري آژانس ته را رسېدلې ده، راغلي چې ددې سند په اساس به جرمني له افغانستان سره اوږدمهاله مرستې کوي او له دې سند سره به د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم پراختيا ومومي.

 ددې سند تر لاسليک وروسته، انګلامرکل او حامد کرزي په يوه ګډه خبري ناسته کې ددې سند په اړه معلومات ورکړل ، حامد کرزي وويل: ((ددې سند لاسليکولو ، د دواړو هېوادو ترمنځ د دوستانه اړيکو يو نوى باب پرانېست .))

نوموړي ددې سند لاسليک  د دواړو هېوادو تر منځ د اړيکو په پراختيا کې  مهم ګام وګاڼه او دافغانستان د خلکو په استازيتوب يې د جرمني هېواد د کال ١٥٠ ميليون يورو مرستې څخه  مننه وکړه او زياته يې کړه چې افغانستان د جرمني پخوانۍ دوست دى او له دې هېواد سره به همکارۍ ته دوام ورکوي.

حامد کرزي د جرمني له سوداګرو او پانګه اچونکو څخه وغوښتل ، تر څو له هغو مناسبو سوداګريزو فرصتونو څخه، چې په افغانستان کې ورته برابر شوي ، د پانګې اچونې او سوداګريزو اړيکو د پراختيا په لارکې ګټه پورته کړي.

 د افغانستان ولسمشر همدارنګه  دشيکاګو دکنفرانس  ، چې راتلونکې اونۍ په امريکا کې جوړېږي او دبلې غونډې په اړه ، چې دافغانستان په باب  راتلونکې مياشت  د جاپان هېواد په توکيو ښار کې جوړېږي،خبريالانوته توضيحات ورکړل.

نوموړي له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د  امنيتي مسووليتونو د لېږد د پروسې په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل چې ددې پروسې درېيم پړاو پيل شوى او هڅه کېږي ،چې تر څو دا پروسه  په ٢٠١٣ زېږديز کال کې بشپړه شي او افغان ځواکونه په بشپړه توګه  له هېواد څخه د دفاع دنده په لاس کې واخلي.

 په دې خبري ناسته کې د جرمني لومړۍ وزيرې ، ددې سند لاسليک د افغانستان د پرمختيا او ترقۍ په لارکې د اړيکو د پراختيا لپاره دبنسټ پخه ډبره  وګنله ، له افغانستان سره يې د خپل هېواد دهمکاريو کچې ته اشاره وکړه ويې ويل : (( دغه سند د افغانستان له راتلونکې سره دمرستې  لپاره يو ډاډمنه ژمنه ده ، تر څو د افغانستان خلک وکولى شي له دې مرستو څخه په  ګټې اخيستنې سره ،ښه راتلونکى ولري.))

مېرمن مرکل زياته کړه چې  ددې سند په اساس به جرمني  د تحول په لسيزه کې ( 2014-2024 ) هر کال ١٥٠ ميليون يورو د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او دهغوى د ظرفيتونو دلوړولو په موخه مرسته کوي.

په هغو مراسموکې، چې په همدې موخه جوړ شوي و، د افغانستان د بهرنيو چارو،دفاع وزيرانو او دجمهوري رياست  دملي امنيت مشاور او دجرمني دبهرنيو چارو، دفاع او  پراختيا وزيرانو ګډون درلود.

افغانستان تر اوسه له هنډ، ايټاليا، انګلستان، فرانسې، امريکا او جرمني سره  د اوږدمهاله اړيکو هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي.

دولسمشرۍ د دفتر په خبرپاڼه کې يادونه شوې ده ،چې ددې اسنادو لاسليک په ډاګه کوي ، چې په افغانستان کې له شته ستونزو سره سره، تر اوسه د نړيوالې ټولنې  او دخپلو لويو سياسي او اقتصادي متحدانو د پاملرنې په مرکز کې شتون لري.

 همدارنګه په هغه ليدنه کې ، چې د ولسمشر کرزي او دجرمني د  بهرنيو چارو وزير ګېدو وسترويله تر منځ ترسره شوه، د جرمني د بهرنيو چارو وزير د شيکاګو دکنفرانس دجوړېدو په درشل کې ، د دواړو هېوادو تر منځ  دستراتيژيکو اوږدمهاله اړيکو دسند لاسليک، د اهميت وړ وګاڼه او دهغه هېواد  دخلکو په استازيتوب  يې  ، ددې سند دلاسليک په مراسمو کې د ولسمشر کرزي له ګډون څخه مننه وکړه.

 حامد کرزي په دې لېدنه کې په تېرو کلونو کې  د جرمني د خلکو او  حکومت  له سخاوتمندانه مرستو څخه قدر دانې وکړه  او ويې ويل چې جرمني  په سخاوتمندانه توګه  د افغانستان له خلکو سره مرسته کړې ده.

په دې ليدنه کې دواړو لوريو د شته ننګونو او د شيکاګو اوتوکيو د کنفرانسونود جوړېدو او له وسلوالو مخالفينو سره  دسولې دخبرو پر پروسې خبرې او دنظر تبادله وکړه.

 جرمني  د اروپا له مهمو  هېوادونو او د آيساف مهم غړى دى او په افغانستان کې پنځه زره سرتېرې لري،  چې دهېواد په شمالي ولايتونو کې  مېشت دي او تر اوسه ددې هېواد ٥٣  عسکر  وژل شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.